تاند، دوشنبه، د حمل ۱۱مه:  ملي امنیت شورا وایي، د طالبانو د بندیانو چارو د کمیسیون او سیاسي استازو سره یې د طالب بندیانو پرموضوع درییم ویډیویي کنفرانس ترسره کړی دی.

ددغې شورا پر فسبوک پاڼه لیکل شوي، طالبان به د نړیوال سره صلیب په ملاتړ خپل یو ټیم کابل ته راولېږي چې افغان حکومت به یې په بګرام کې کوربه توب وکړي تر څو د زندانیانو پر خلاصون کار ته دوام ورکړي.

اعلامیه زیاتوي، په دې کنفرانس کي د امریکا سفارت، د قطر د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوال سره صلیب استازو هم حضور درلود.

د ملي امنیت شورا د وینا پاڼې له مخې، دواړو لوریو توافق کړی چې، کابل ته د طالبانو د ټیم تر راتګ وروسته به مخامخ نور تخنیکي بحثونه کوي.

ټاکل شوې وه چې دغه پلاوی درې ورځې وړاندې کابل ته ولاړ شي، خو د بیلابیلو لاملونو له کبله یې سفر ځنډیدلی دی.

افغان حکومت تر دې وړاندې هم له طالبانو سره پرلپسې دوه ځل ویډیويي مذاکرات کړي وو چې له مخې یې د مارچ په ۳۱ مه د سلو طالب بندیانو د خوشې کیدو هوکړه شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *