د اقتصاد عالي شورا د پرېکړو د انعکاس او د پیسو نړیوال صندوق له لوري د افغان حکومت د مالي او اقتصادي اصلاحاتو د بریالۍ ارزونې په اړه خبري کنفرانس جوړ شو
د مالیې وزارت ویاند او عامه اړیکو رئیس ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، نن د لېندۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خبري کنفرانس له لارې د اقتصاد عالي شورا د پریکړو د انعکاس او د پیسو نړیوال صندوق له لوري د افغان حکومت د مالي او اقتصادي اصلاحاتو د بریالۍ ارزونې په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
په دې کنفرانس کې د مالیې وزارت ویاند او عامه اړیکو رئیس ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، د پیسو نړیوال صندوق له لوري د افغان حکومت د مالي او اقتصادي اصلاحاتو بریالۍ له ارزونې څخه یادونه وکړه او ویې ویل: د پیسو نړیوال صندوق (IMF) اجرایوي بورډ د لېندۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه د اعتباري اسانتیاوو د تمدید پروګرام (ECF) دویم پړاو په بریالیتوب سره بشپړ کړ او د مالي ثبات په ساتنه، اقصادي ودې، د لوی اقتصاد ثبات، په مالي سکټور کې د اصلاحاتو پلي کول، بانکدارۍ سکټور، له فساد او پیسو وینځلو سره مبارزه او همدارنګه د کار موندنې د فرصتونو په برابرولو کې یې د افغان حکومت د مالي اقدامونو او ژمنو هر کلی وکړ.
همدارنګه په دې کنفرانس کې ښاغلي عبدالرحیمزي، په بېلابیلو سکټورونو کې د اقتصاد عالي شورا د موخو، دندو، پرېکړو او لاسته راوړنو څخه د یادونې تر څنګ وویل، چې د اقتصاد عالي شورا په خپلو دوامدارو غونډو کې د جلالتمآب ولسمشر، تر ریاست لاندې د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې، مالي ثبات او ملي ګټو لپاره په مهمو اقتصادي موضوعاتو او د پانګونې د جلب په موخه لازمې پرېکړې او هدایات د انرژۍ، اوبو، کرنې، سوداګرۍ، صنعت، پانګونې، مخابراتو او ټکنالوژي، ساختماني او نورو سکټورونو کې وزارتونو او دولتي ادارو ته صادر کړي دي.
نوموړي د اقتصاد عالي شورا د شپاړسمې غونډې د مصوبو په اړه چې تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوه وویل، چې د اقتصاد عالي شورا د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس، سوداګرۍ او مخنیوي په موخه د یو مرکز جوړول یې په پرنسیپ کې تائید کړ. پریکړه وشوه چې د خصوصي سکټور د هڅونې په موخه د کانونو په برخه کې مناسب رویالیټي (د امتیازحق) وټاکل شي او په دې برخه کې دې د ادارو اړتیاوې مشخصي شي. همداشان پریکړه وشوه چې د یوریا سرې د انبار لپاره دې یوه کمېټه جوړه شي چې د یوریا سرې د کیفیت د مطالعې تر څنګ، د پلور او ګټې اخیستنې په برخه کې یې لازمې پریکړې وشي.
نوموړي د کجکي بند د دویم فاز د پرانېستې په اړه د اقتصاد عالي شورا د پریکړې په تړاو وویل: د کجکي بند د دویم فاز له پرانېستې سره به د یاد بند ظرفیت له ۵۱ څخه ۱۵۱ میګاواټ پوري لوړ شي. حکومت د دې قرارداد چارې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پر مخ وړي او تدارکاتې چارې به یې پیل شي.
د اقتصاد عالي شورا د افغان حکومت د پراختیایې ستراتیژۍ جوړونې او همغږۍ یوه برخه ده چې د طرحې او پالیسیو، د اقتصادي او پراختیایې اصلاحاتو د پروګرامونو پلي کېدو، د کورنیو او بهرنیو پانګه والو د کړنو د تنظیم او همغږۍ په موخه د ۱۳۹۴ کال د سنبلې په ۱۱ نېټه د کابینې په غونډه کې تصویب شو او د ولسمشر د ۲۶/۱/۱۳۹۵ نېټې د ۲۰ مې ګڼې فرمان له مخې جوړه شوه چې مالیې وزارت یې د دارلانشا دنده پر غاړه لري.
د یادونې وړ ده چې خلکو ته د موثقې اطلاع رسونې په برخه کې د مالیې وزارت د نوې طرحې له مخې له دې وروسته د اقتصاد عالي شورا مهمې پرکړې او فیصلې به د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د حکومت د رسنیو په مرکز کې له رسنیو او خلکو سره شریکي شي.