ليکنه: نصير احمد خپلواک
په کال ۱۹۱۹ کې افغان شاهى دولت د امير حبيب الله خان له ترور نه وروسته د هغه زوى غازى امان الله خان د افغانستان پاچا اعلان کړ. غازى امان الله خان پر افغان خاوره د پرمختګ،خپلواکۍ او د تعليم لوی ملاتړی و او د پاچا کيدو سره سم يې د هيواد د پرمختګ لپاره کار پيل کړ.
د غازى لپاره د افغانستان د پرمختګ په لور سمول دومره اسانه هم نه ول او خپل کورنى او بهرنى غليمان يې درلودل. د هيواد په دننه د بعضو ملايانو او ملکانو او د هيواده د باندې د انګريزانو د پاره د غازى د پرمختګ پروګرامونه لوی خطر ګڼل کيده او په سيمه کې د دوی زور او زر يې کمزوره او له پامه غورځاو. بې له شکه دا ملايان د ديوبند مدرسې چې د انګريزانو تر نفوذ لاندې وه حمايه کيدل. همداسې د پرمختګ د مخنیوى ملکان هم د بریتانیايي هند د جى ايچ کيو لخوا حمایه کيدل تر څو د امانى فکرونه له خاورو سره خاورې کړي.
دوی له مختلفو لارو هڅې وکړې چې د اماني فکرونو مخه پرې ډب کړي. ليکن د امانى فکرونو د ناکامولو لپاره تر ټولو زياته پانګه يې پر استخباراتو مصرف کړه. دوی د امانى فکر ځینې غليمان د ناموس د خطر او د فحشا د رواجولو په دسيسو افغان ولس له خپل پاچا سره په جنګ کړ او بلاخره د وطن غليمان په خپلو شومو هدفونو کې کاميابه شول.
د افغانستان پر دغه تاريخى صفحه کې بايد دومره انګريزان ګرم ونه ګڼل شي. ځکه هغوی د هند په وچه کې د خپلې امپراتورۍ او په سيمه کې د خپل واک د ساتلو لپاره له هرې وسيلې کار اخیست. د افغانستان د تاريخ لپاره ملامت هغه ملکان او ملايان دي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره يې د ملي ګټو سودا وکړه. په دې کې هغه عام افغانان هم ګرم دي چې په اګاه او نااګاه ډول يې د دغو خاينو ملکانو او ملايانو ملاتړ وکړ او د غازي پر وړاندې ودريدل.
د تاريخ د دې برخې یادونه مې د دې لپاره وکړه چې د افغانستان د اوسني حکومت حالت هم د اماني دورې له حالتو سره ورته والی لرى. جالبه لا دا ده چې د دارالامان ماڼۍ د بيا جوړيدو او د هيواد د خپلواکۍ د سليزې په رارسيدو، يو ځل بيا دا د ناموس د خطر او د فحشا د رواجولو دسيسو په ډير سيسټماټيک ډول سر راپورته کړی دی.