تاند- د فراه، نیمروز، هلمند او هرات په شان ولایتونو کې په ځلونو د ایراني وسلو د نیول کېدو خبرونه خپاره شوي وو، خو دا ځل د پکتیکا چارواکي د ایراني وسلو د نیولو خبره کوي.

سره له دې چې ویل کېږي د ولایتي ادارو افغان چارواکي د ایران د مداخلو په اړه له څه ویلو منع شوي دي، خو د این سي آر د راپور له مخې د پکتیکا ولایت امنیه قوماندان محمد ایوب تندر رسنیو او خلکو ته هغه وسلې وښودلې چې د دولت له وسله والو مخالفانو امنیتي ځواکونو نیولي او په ایران کې جوړې شوي دي.

ده وویل چې په نیول شویو وسلو کې راکټونه، ماشینګڼې او چاودېدونکي مواد شامل دي.

ایران د افغانستان په چارو کې د مداخلې او افغانستان ضد عناصرو ته د مرستو د ورکولو د توجیه لپاره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور او د داعش فعالیت یادوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *