زه د عادت له مخې د سفر پر مهال څنګلوری ملګری غږوم او تر تعرف وروسته ورسره د هغه په شخصي ژوند او روانو حالاتو خبرې کوم.
له دې کاره مې دوه هدفه وي، لومړی دا چې لار لنډه شي او سفر له ستړیا پرته پای ومومي او بله دا چې د عوامو له ژونده ځان خبر کړم چې په ټولنه کې خلک اوس وخت په کومو شیانو ډېر تمرکز لري او د خلکو د خبرو موضوع ګانې څه دي.
یوه اونۍ له مخه مې تصمیم دا و چې اختر به په کور کې له مور و پلار سره تېروم. دا ورځ را ورسېده او د سفر موزې مې په پښو کړې.
لسو بجو ته څو دقیقې لا پاتې وې، چې له دفتره ووتم، د سړک پر غاړه د ښاري موټر په تمه ودرېدم، په سبا يې اختر و، په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته وه، په لریو ځایونو کې میشت خلک زما په څېر کورونو ته روان ول.
په پامير سینما کې له موټره کښته شوم، خو نن په ښار کې دومره ګڼه ګوڼه وه، چې ان د پښې د اېښودو ځای نه و، په ډېر شواخون مې ځان تر محمود خان پله ورسوه.
په افغانستان کې دا کار معمول دی چې د اختر په ورځو او په نورو ځانګړو ورځو کې موټروانان د موټرو کرایوې لوړوي، څو موټروانانو سره د ډېرې کرایه په ورکړه کې جوړ رانغلم.
شېبه وروسته په یوه لوی موټر کې چې اوس وخت يې خلک بکسه بولي سپور شوم، د څنګ ملګری مې لوړ دنګ ځوان و، له عمره زما هم سنه معلومېده، غټې سرې سترګې وې، پوست يې تور غنمرګ و، نری سپین دسمال يې پر اوږو پروت و.
له سلام کلام وروسته يې راته د اوبو ست وکړ، ما ترې مننه وکړه.
په موټر کې دوه ـ درې کسان کم وو، د موټر کيلینډر په زوره زوره د جلال اباد ته، جلال اباد ته چېغې وهلې.
اختر و، د سپرلو څه کمی نه و، د سترګو په رپ کې موټر ډک شو او موټروان په کوږ کړي سره شاته سپرلو ته په لوړ غږ وویل: دعا د خیر وکړئ!
څنګلوری ملګری سیدا خان نومېده، د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی و او اوس د هلمند په موسا کلا کې د ملي اردو سرباز و.
له ده سره مې ډېرې کیسې وکړې، خو خبرو يې دومره ودردولم چې تر کوره پورې مې ذهن ګډ وډ و او یوازې د روانې جګړې او په کې د قرباني افغانانو په اړه مې فکر کاوه.
ده وویل په شل دېرش مخامخ جګړو کې مې برخه اخېستې، زما به پوره نه وه راغلې، نو ځکه مې روغ سر کور ته راوړ، ګنې زما په څېر سلګونه ځوانان هر ورځ په داسې مرګونو مري چې کورنیو ته يې یوازې په تابوت لګېدلی عکس وروړي او د تابوت په منځ کې درنې تيږې اچول شوي وي، تر څو دا تمثیل شي چې د تابوت دننه جسد پروت دی.
سیدا خان وویل، که په مخامخ جګړه کې ووژل شې، نو جسد خو به دې وي، مور و خور خو به دې وګوري، خو دا چې تش تابوت در ته در وړي دا نو سخته ده.
ده وویل زموږ خوب ارام نه دی، موږ هره ګړۍ د مرګ انتظار کوو.
سیدا خان راته وویل زه چې کوچنۍ وم، نو په چم ګاونډ کې به مې له ځینو خلکو اورېدل چې پلانکی مې دومره بدې ایسې چې که څوک يې وینې راکړې، نو هم څښم يې، خو زما به دې خبرې نه کرکه کېدله او د انسان د وینې څښل راته یوه افسانه ښکارېده. خو خو اوس مې ان دا هم ولیدل چې طالبان د افغان سرتېرو وینې هم څښي، ده د خپل یو ملګري کیسه وکړه چې طالب قومندان يې وینه وڅښله.
ده وویل زه د وطنپالنې او ساتنې د یوې خاصې جذبې له مخې اردو ته ولاړم، خو په اردو کې مې اوس ډېر زړه تنګ شوی دی او د خپلو قومندانانو ناسم چلند دې ته اړ کړی یم چې نوره دا دنده پرېږدم.
ده د خپل قومندان د ناسم چلند یوه بېلګه راته وویله: « موږ په جنګ کې یو طالب قومندان ژوند ونیوه، ځینو ملګرو ویل چې وبه يې وژنو، قومندان څه خبرېږي چې ژوندی يې نیولی دی، خو نورو يې مخالفت وکړ او سړی مو ژوندی قومندان ته وسپاره، کله چې مو هغه ته وسپاره ، قومندان له موږ پټ په ۱۲ لکه کلدارو خوشې کړی و او پیسې يې اخېستې وې.
سیدا خان وویل څه وخت وروسته هماغه قومندان موږ ژوندی ولید او زموږ تر لیدو وروسته يې زموږ د پوستې لس ملګري په ماین والوځول، نو لس سترېري په دوولس لکه کلدارې وپلورل شول»
له هماغې ورځې مې له نظامي دندې زړه تور شو، هغه وویل دا یوازې زموږ قومندان نه دی چې سرتېري پلوري، بلکې په سلګونه دا ډول قومندانان شته چې په لوی لاس د سرتېرو پر سر پیسې اخلي.
د سیدا خان کیسې مې حالت خراب کړی و، د ماهيپر په کږلېچونو نه وم پوه شوی، د ډورنټې له تونله ووتلو، سیدا خان وویل اختر دی خو بیاهم درته ټینګ ست کوم چې راځه مېلمه مې شه!
ما ترې د زړه له تله مننه وکړه او د ټېلېفون شمېرې مو یو بل ته سره ور کړې، ژمنه مو وکړه چې بیا به سره وګورو.
سیدا خان د سره رود په دوه لارې کې له موټره کښته شو.
Salaamona.
Is heire some one to ask about the Qumandaan ?and take hem to justice?we all Afghanse proud of solger.Allah help them.
یو سیدا خان یو سور رود، په لوی لاس دی سړی په غم ککړ کړ
اوس به په سره رود کی ماما ګان په سیدا خان پسی ګرځی
قدر من ورور ولي خا نه السلام علیکم و رحمته الله و بر کاته ! ستا سی لپاره د عزت ژوند غواړم ، قدر منه ورور ه دا جګړه د ډیرۍ خلقو لپاره لنګه غوا ده هغوی هیڅکله نه غواړي چې دا لنګه غوا په آسا نۍ له لا سه ور کړي ددې قو ما ندان پلار او نیکه به په ټول عمر کې ۱۲ لکه کلدارې نه وي لیدلې خو او س یې هغه د خپلو سر تیرو او مجبورو وطنوالو (عسکرو) د پا کو وینو په بیه په ډیره آسانۍ ګټي ڼو هغه به هیڅکله هم ونه غواړي چې دا منحو سه او کر غیړنه لو به پای ته و رسیږي. مننه