تاند- د افغانستان د سرحدي پولیسو یو پلاوی پرون پاکستان ته لاړ چې له خپلو پاکستاني سارو سره پر امنیتي مسایلو خبرې وکړي.
پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان د سرحدي پولیسو د پلاوي، چې لس تنه پکې شامل ول، د افغان سرحدي پولیسو قومندان بریدجنرال محمد شفیق فضلي او د هغه مرستیال جنرال شېرعلي شهیر مشري کوله.
د پاکستان د سرحدي ځواکونو د عامه اړیکو له یوې خبرپاڼې سره سم افغان پلاوی پاکستان ته په پنځه ورځني سفر ورغلی او په دې لړ کې به د پاکستان له جګپوړو پوځي او امنیتي چارواکو سره وویني.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ ظاهراً زیاتې شوي او پاکستان غواړي داسي وښيي چې نور د ترهګرو ملاتړ نه کوي.
د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس افغان پلاوی له خپلو پاکستاني کوربنو سره پر سرحدي امنیت خبرې وکړې.
د پاکستان د پېښور او کوټې د قول اردوګانو قومندانانو په تېرو څو ورځو کې کابل ته جلا – جلا سفرونه وکړل او د پولو په اوږدو کې د ترهګرو پر ضد د مبارزې په برخه کې د همکاریو د زیاتولو په باب خبرې وکړې.