د افغان سمون ټولنې مشرتابه په کندهار کې له میرویس روغتون څخه لیدنه وکړه:

میرویس روغتون په جنوب لویدیځ زون کې تر ټولو لوی روغتون شمېرل کېږي چې د ورڅېرمه ولایتونو ناروغان هم د درملنې لپاره ورځي، خو په یاد روغتیون کې لا هم ځینې ستونزې شته چې له امله یې کندهار مېشتو ته ښه خدمتونه نشي وړاندې کولای.

د افغان سمون ټولنې مشره انجینر ذکیه وردګ دغه روغتون ته ورغلې وه او له ډاکترانو سره یې په روغتون د ننه پر شته ستونزو او پرمختګونو خبرې وکړې. د میرویس روغتون سر طبیب د پرمختګ په اړه وویل چې د نسایي او ولادي برخه تازه په یاد روغتون کې پرانیستل شوه او ښځو شمېر هم په لږه کې لوړ شوی دی.

ده وویل: په ټول زون کې میرویس یوازینی روغتون دی خو لا هم په ټوله معنا مجهز نه دی او په وینا یې دلته ښځینه ډاکترانې هم کمې دي. ده همداراز وویل: دولت یوازې د ډاکترانو معاش ورکوي، نور لګښتونه یې IRC ورکوي.

بله ستونزه دا ده چې ناروغان زیات خو بسترونه کم دي. دوی وړاندې پخپلو خبرو کې وویل چې په عینو مېنه کې یو بل روغتون هم جوړ شوی، خو د بودیجوي ستونزو له امله نه پرانیستل کیږي. د میرویس روغتون سرطبیب ټینګار وکړ چې په کندهار کې باید څلور یا پینځه ۲۰۰ بیستریز روغتونونه جوړ او په کار پیل وکړي، تر څو د خلکو ستونزې رفع کړای شي.

ده وویل: میرویس روغتون چې کابو ۴۰ کاله وړاندې جوړ شوی او ۹۰۰ بیسترونه لري، د ورځې پکې له ۱۰۰ تر ۱۱۰ پورې ولادتونه کیږي خو یاد خدمات لا هم د زون په کچه بسنه نه کوي.

د روغتون له مشر سره تر کتنې وروسته د افغان سمون ټولنې پلاوي له ښځینه ډاکترانو سره وکتل. هغوی هم د سرطبیب خبرې تائید کړې او زیاته یې کړه: زموږ روغتون د ټولو ناروغانو د درملنې لپاره بسنه نه کوي، ځکه په وینا یې طبي وسایل کم دي.

دوی همداراز وویل چې په کندهار پوهنتون کې باید د طب پوهنځی ته زیاتې نجونې جذب شي تر څو هغه تشه چې اوس په روغتونونو کې د ښځینه ډاکترانو محسوسیږي، ډکه کړي. مخکې مو په میرویس روغتون کې عملیات خونه نه لرله چې له ډېرو هڅو وروسته مو فعاله او په پښو ودروله.


د کندهار د ښځو ریاست  کې له ښځو سره لیدنه او د هغوی پر ستونزو بحث

انجینر ذکیه وردګ د لیدنې په پیل کې ځان د ناستې ګډونوالو ته داسې ور معرفي کړ:

زه ذکیه وردګ چې د ماسټرۍ تر کچې مې زده کړې کړې دي. د افغانستان د ښځینه انجینرانو مشره یم، همداراز د افغان سمون ټولنې مشري هم په غاړه لرم. په افغان سمون ټولنه کې زموږ کارونه دا ډول دي چې په تعلیمي برخه کې د جګړه ځپلو سیمو د ځوانانو لاسنیوی، د ښځو او نجونو د ظرفیت لوړاوي چارې، نور ټولنیز کارونه او سیاسي چارې هم مخته وړو.

ذکیه وردګ وړاندې پخپلو خبرو کې وویل: زه د کندهار له سیاسي او ټولنیز شالید څخه ډېره اغېزمنه شوې یم، ځکه د هېواد ډېری مشران او پاچا هان له همدې ښاره را پورته شوي دي. کندهار یو وخت د تمدن او حکومتونو مرکز ؤ، له همدې امله مې مناسبه وبلله چې دلته راشم او د ښځو له ستوزو خبره شم. د هغوی غوښتنې واورو او د حل لپاره یې د چارواکو په مرسته کوم کار وکولای شم.

زما هڅه به همدا وي چې ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه واورم او هغه تر خپلې وسې تر لوړ پوړو چارواکو او وزارتونو ته ورسوم.

ورپسې د پخواني ولسمشر حامد کرزي مشاورې آغلې حمیرا اعتمادي ځان معرفي کړ او زیاته یې کړه: زه له تېرو ۱۲ کلونو را پدې خوا له کرزي سره د مشاورې په توګه کار کوم. ټولې زده کړې له لېسانس تر ماسټرۍ مې په هند کې کې کړې دي.

د کندهار د ښځو ریاست ټولو ښخو هم ځان معرفي کړ. د غونډې په لړ کې د کندهار ښخو خپلې ستوزې وړاندې کړې. له دوی څخه د ګل مکۍ په نوم یوې ګډونوالې چې مدافع وکیله ده، وویل: دلته په کندهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې ښځینه څارنوالانې نه لرو. بله ستونزه په همدغه برخه کې د ښځینه قاضیانو نشتون دی، چې په کندهار غوندې یوه سنتي ټولنه کې ښځینه طبقه خپلې ستونزې له نارینه و سره نشي شریکولای.

که چېرته موږ ښځینه قاضیانې او نورې قضایي سرلارې ولرو، هغه ښځې چې له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي، خپلې ستونزې به ډېره آسانۍ ورسره شریکې کړای شي. دا او دېته ورته ډېرې ستونزې لرو چې زموږ ښځینه قشر ورڅخه ځوریږي.

بله ستونزه دا ده چې دلته ډېری نجونې چې له حقوقو څخه فارغیږي، دوی خپل مسلک ته نه راځي او لامل یې د معاش کمبود دی چې په دولتي ادارو کې حق الزحمې بیخي کمې دي.

د ښخینه بندیانو ستونزه یوه بله لویه څپیړه ده چې د کندهار ښځې یې زغمي، له دوی سره د بندي کېدو پر مهال یې واړه اولادونه هم ورسره بندي کیږي. دوی وایي؛ باید دولت دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو د ماشومانو لپاره یو ځانکړی د امن کور او وړکتون جوړ کړي ځکه په بندیخانه کې له میندو سره اولادونه په رواني ناروغیو روږدي کیږي او د جرم احساس یې پیاوړی کیږي چې په لوی والي کې ورڅخه د لویو جرمونو تمه کېدای شي.

د غونډې بلې ګډونوالې هم ورته شکایت درلود او ویې ویل: دلته بله ستونزه د امن کور دی چې کندهار کې یې نه لرو.

شګوفه سحر هم ږرته شکایت شکایت درلود، هغې وویل: په کندهار کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی بې کچې زیات دی. دلته باید یو د امن کور جوړ شي، تر څو په ستونزو کې ښکېلې ښځې له هغه ځایه پخپلو پښو ودریږي او ځانته د کار کولو فرصتونه جوړ کړي.

آغلې اعتمادي وویل: پکار ده چې د امن کور لپاره کوم بل معادل نوم ومومو، تر څو د ښځو لپاره پکې ځانکړي خدمتونه وړاندې شي.

بلې برخه والې په کندهار کې د ښځو له لوړو ولورونو او خرڅلاو کیله وکړه او دا یې په کندهار کې یوه غټه ستونزه وبلله. دوی پخپلو خبرو کې وویل چې دلته پېغلې نجونې په ډېرو لوړو قېمتونو باندې سپین ږیرو ته ورکول کیږي، چې په دې سره د جینۍ ژوند تریخوي او ورته ګڼې ستونزې جوړوي.

دوی پر دولت غږ کوي چې باید د مهر او ولور لپاره ځانګړي جزایي قانون جوړ کړي، تر څو د دغو ناسمو دودونو او رواجونو مخه پرې ونیولی شي.

ذکیه وردګ: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ستاسو وړاندیزونه څه شی دي؟

ګډونوالو په یوه خوله وویل: امنیت، عامه پوهاوی او ښځو ته امتیازات ورکړل شي، ځکه په وینا یې که امتیازات وي دوی د پیسو په خاطر هم دندو ته ځي او د ښځینه قشر د ظرفیت لوړاوي سبب کیږي.

د کندهار د بشر د حقوقو مرستیالې وویل: دلته په کندهار کې د ۱۰۸ ښخينه د پولیسو په صفت دنده مخته وړي. دوی د ښځو کارونه وستایل او هیله مندي یې وښوده چې دا شمېر به زیاتیږي. دوی همدارنګه دوی وویل؛ په سرحدي پولیسو کې هم د لسو شاوخوا ښځینه پولیسې دندې مخته وړي.


د پکتیا له خویندو سره د ښځې ورځې نمانځنه:

افغان سمون ټولنې پخپلو چارو کې د نوښتونو لړۍ جاري وساتله او دا ځل یې د ښځو ورځ په داسې یوه ولایت کې ونمانځله چې مېړانې او غیرت ته یې ډېری وګړي د شملو وطن وایي، بل ځای نه پکتیا یادوو.
پکتیا چې د شهامت او معنوي ښکلاګانو بېلا بېل انځورونه یې کابل او نورو هېوادوالو ته وړاندې کیږي، د افغان سمون ټولنې رهبري هیئت له کندهار سربېره وړ وبلله چې یاد ولایت ته هم سفر ولري او د خپلو پتمنو خویندو تر څنګ د ښځو ورځ ونمانځي.
همداراز له دوی واوري چې په دغه ولایت کې ښځو ته څومره کار شوی؟ کومې ستونزې لري؟ کوم پرمختګونه شوي او څه غوښتنې لري؟
د غونډې په پیل کې د افغان سمون ټولنې مشرې آغلې انجینر ذکیه وردګ د ولایت مقام ته راغلو ټولو ښځو ته هرکلی ووایه او دوی ته یې د ښځې ورځې مبارکي او نېک مراتب وړاندې کړل. بیا یې د یاد ولایت ښځو ته وخت ورکړ تر څو خپلې ستونزې او غوښتنې وړاندې کړې.
د پکتیا ښځو له والي ښاغلي شمیم کټوازي څخه خوښي وښوده چې د ښځو د پیاوړتیا، بیارغونې او نورو برخو کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
د پکتیا ښځو چې له مرکز ګردېز او لرې پرتو ولسوالیو څخه د ولایت مقام ته راغلې وې، په یاد ولایت کې یې له ورستیو پرمختګونو ستاینه وکړه، خو د ښځو پر وړاندې یې له ځینو ننګونو هم یادونه وکړه.
د ښځو عمده ستونزې په پوهنه، بیارغونه، روغتیا، وزګارۍ او ځینو نورو برخو را څرخېدلې.
د پکتیا ښځو له دولت او لومړۍ مېرمنې څخه غوښتنه وکړه چې  پکتیا ته د ښځو لپاره بشپړ حقونه ورکړي. دوی همداراز ټینګار وکړ چې بې سرپرستو ښځو لپاره دې دولت ځانګړی فونډ په پام کې ونیسي.
په پکتیا کې د افغان شبکې غړې وویل: موږ په تېرو ۱۳ کلونو کې له مثبتو بدلونونو هرکلی کوو خو پر دولت او اړونده چارواکو غږ کوو چې دا کارونه بس نه دي او په دې برخه کې باید لا کوټلي ګامونه واخیستل شي.


د زرغونه انا ښوونځي سره د افغان سمون ټولنې د پلاوي لیدنه:

ښوونځی د فکر او عقیدې جوړولو لومړی تهداب دی، په همدې پلمه د افغان سمون ټولنې مشره آغلې انجینر ذکیه وردګ د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سلاکارې آغلې حمیرا اعتمادي په ملتیا د زرغونې انا ښوونځي ته ورغلې وه.

یاد ښوونځی چې د اول نمبر او دویم نمبر زرغونه انا ښوونځي په نومونو دوې جلا ودانۍ لري د کندهار تر ټولو لوی ښوونځی دی، چې د ورځې او شپې دواړه وختونه پکې د زده کړو خدمتونه وړاندې کیږي. د ښوونځي پر ودانۍ بېلا بېل روزنیز پیغامونه لیکل شوي دي، په یو پیغام کې چې د هر چا پام ځانته ور اړوي، لیکل شوي وو: “درنو والدینو خپلې لوڼې او خویندې زده کړو ته وهڅوئ او لاسنیوی یې وکړئ، تر څو ښه ډاکټره، غوره ښوونکې، تکړه وکیله او.. غښتلې راتلونکې ولري”

د زرغونې انا ښوونځي سرمعلمې د انجینر ذکیه وردګ د پوښتنې په ځواب کې چې دلته د نجونو لپاره لیلیه هم شته ده او که نه، وویل: لیلیه نشته خو د شپې ټایم کې نجونې دلته زده کړې کوي. هغې وړاندې پخپلو خبرو کې وویل چې اوسمهال نجونې له ۲:۳۰ بجو څخه تر پینځو پورې او په پسرلني موسم کې چې ورځې اوږدې وي، بیا د مازدیګر له څلور نه تر شپږو بجو پورې زده کړې کوي.

هغې وویل: په مازدیګرني ټایم کې ډېری هغه زیات عمره نجونې چې یا میندې دي او یا دندې لري، زده کړې کوي ځکه په وینا یې د ورځې په اږدو کې دوی خپل کورني او باندیني کارونه مخته وړي او کله چې له کار څخه وزګارې شي بیا د خپلو زده کړو لپاره دلته زرغونه انا ښوونځي ته راځي او په دغه وخت کې د متوسطې او لېسې ټولګيو ته درس ورکول کیږي.

د آغلې انجینر ذکیه وردګ د پوښتنې په ځواب کې چې دلته معارف څنګه ارزوئ، سرمعلمې وویل: دولت په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت کندهار ته ځانګړې پاملرنه نه کوي، زموږ له تکړه زده کوونکو سره هم د مور او میرې چلند کیږي او یوه خورا غټه ستونزه دا ده چې موږ په ښوونځي کې کانتین نه لرو، ځکه په وینا یې په ښوونځي کې د زده کوونکو ډېر وخت تیریږي نو پکار ده چې ښوونځي کانتینونه هم ولري.

سرمعلمې همداراز وویل: له بده مرغه دلته له ښوونځي پرته داسې مسلکي بنسټونه نشته چې له وخت وروسته زموږ زده کوونکو ته ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي. د سرښوونکې په وینا موږ په دې انګېزه کار کوو چې څنګه زده کوونکې په دې وپوهوو چې باید په هره برخه کې زده کړې وکړي، ځکه په خبره یې هېواد یوازې ډاکټر او انجینر ته اړتیا نه لري، پکار ده چې په هره برخه کې غوره متخصصین ولرو.

سرمعلمې په کندهار کې د زورواکو له پراخ شتون څخه هم سر وټکاوه او دا یې په دغه ولایت کې یوه لویه ستونزه یاده کړه. دې وویل: زورواکي په ښوونځیو کې په زوره ښوونکي په دندو ګماري او که مخنیوی یې وکړو نو موږ په بېلا بېلو ډولونو ګواښي. دوی دا خبره هم کړه؛ کله چې کوم زده کوونکی ورټو او یا یې د ټنبلۍ له امله ناکام کړو، نو سمدستي وکیلان او حتا له پارلمان اړیکې را سره نیول کیږي، چې ژر یې کس کامیاب کړو که نه موږ به له دندې لاس په سر کړي؟!

په ټوله کې د کندهار د پوهنې په برخه کې ستونزې زیاتې، خو د لاسنیوي کسان یې کم او یا په نشت حساب وو. د زرغونې انا ښوونځي سرمعلمې او نورو ښوونکو په یوه خوله له دولت څځه کندهار ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوله.

د افغان سمون ټولنې مشرې انجینر ذکیه وردګ ورسره ژمنه وکړه چې غږ به یې تر لوړ پوړو چارواکو رسوي.

د کندهار له والي سره لیدنه:

د کندهار له والي سره مو په ولایت کې ولیدل، چې انجینر ذکیه وردګ، مجاهده صافۍ او د پخواني ولسمشر حامد کرزي صیب مشاوره او د دفتر معاونه حمیرا اعتمادي د دې لیدنې غړي وو.

والي ته مو د سمون کړنلارې او دا چې سمون څه کوي، ټول تشرېح کړل. ذکیه وردګ ورته وویل: موږ کندهار ته ځکه راغلو چې دلته د ښځو وضعت وګورو او ورسره د ښځو ورځ ونمانځو. له والي څخه یې لاندې پوښتنې وکړې:

په کندهار کې د ځوانانو او ښځو د پرمختګ لپار څه پلانونه لرئ؟

د کندهار په ښاري پلان کې ځانګړی بدلون نه دی راغلی، نو کوم خاص پلان د ښار جوړولو لپاره لرئ؟

ځواب: تر څو چې عامه ذهنیتونه په ځانګړې توګه د والدینو فکرونه بدل نه شي، ډېره به ستونزمنه وي چې ښځې د دولت لخوا تقویه او ملاتړ یې وشي. دولت به د دوی لپاره ډېر فرصتونه چمتو کړي، خو که د خلکو او کورنیو لخوا یې پرېښودل شي. په ښوونځیو کې ۱۳۰۰ نجونې نوم لیکنه کوي، خو له دوولسم ټولګیو یوازې ۱۰۰ نجونې فارغیږي. ډېری نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کوي.

موږ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ثبت او ارزونې یوه ځانګړې کمېټه لرو. خلک راځي، خپل نظرونه او نیوکې شریکوي، خو خپله ښځې نه حاضریږي او نه هم نارینه خپلې خویندې او ښځې د کار کولو لپاره پرېږدي.

موږ ډېرې کمې ښځینه ډاکترانې او نرسانې لرو او په ټول زون کې یوازې یوه د نسایي ولادي روغتون لرو، چې میرویس روغتون نومیږي او دا د ټول  ولایت لپاره بسنه نه کوي.

په عینو مېنه کې یو تازه ۳۰۰ بیستریز روغتو ن جوړ شوی دی، خو کافي بودیجه نلرو چې د خلکو د خدمت لپاره یې چمتو کړو. په اطرافي سیمو کې مو ښوونځي ډېر کم او یا بیخي له نشت سره مخ دي.

د پرمختګ په برخه کې:

د عینو مېنې ښارګوټی یو نوی او عصري ښارګوټی دی چې ښایي په ټول هېواد کې داسې ځای جوړ شوی نه وي. د کندهار ټولو سړکونه قیر او یا د سیمنټو په وسیله جوړ شوي دي.

په پای کې والي صیب وویل: هر کله چې خبره کوو باید عمل پرې وکړو. غواړم د کندهار ښځې او ځوانان پرمختګ وکړي، غواړم کار ورته وکړم او هڅه کوم د خلکو او دولت تر مینځ د باور جوړونې یوه فضا را مینځته کړم.

آغلې حمیرا اعتمادي د کندهار له والي څخه وپوښتل: په تېرو ۴۰ کلونو کې د کندهار ښار کوم ژور بدلون نه دی کړی، په داسې حال کې چې کندهار یو تاریخي ښار او یو وخت د افغانستان پلازمېنه هم ؤ. له دې سره سره د امریکایانو یوه لویه اډه هم دلته ده، خو له بده مرغه چې د دې ښار د ښېرازۍ لپاره بیا هم ډېر کار نه دی شوی. په دې هیله چې کندهار هم د هېواد د نور ښارونو په شان جوړ شي.

یو ځانګړی ښاري پلان ورته جوړ او عامه خدمتونه پکې زیات شي. همدارنګه د ښځو د پرمختګ لپاره هم چاپېریال جوړ او سازګار شي. ښځې نشي کولی په یو نا امنه او بېوزله چاپېریال کې پرمختګ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *