په دوحه کې د طالبانو او متحده اياتو ترمنځ وروستۍ ناستې د سولې په خبرو کې بنبست مات کړاوخبرې مثبت لوري ته روانې شوې څه موده وړاندې د خبرو د اجندا پهسر د طالبانو او امريکايي لوري تر منځ په خبرو کې خنډ رامنځته شوی وو چې له امله يې په اسلام آباد ، سعودي او اماراتو کې د سولې اړوند څو ناستې لغوه شوې خو ددوحې په وروستۍ ناسته کې پرمختګونه شوي چې په افغانستان کې ورسره هيلې هم زياتې شوې دغه ناسته چې شپږ ورځې روانه وه دواړه لوريو په يو شمير مسايلو باندېهوکړه کړې خو له ډاګيزه کولو يې ډډه کړې له دې پرمختګونو سره سره بيا هم پوره سولې ته لار پاته ده سوله په لومړني پړاو کې ده افغانان لا هم څو ګامه له سولې څخه څو لرې دي چې کولای شو څو ټکيو کې يې په لنډ ډول بيان کړو.
لومړی : د سولې لپاره لومړی ګام چې د اخيستلو په حال کې ده د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهال ويش اعلانول دي چې له دې سره به طالبان هم اوربند اعلان کړي د زلميخليلزاد او طالب استازو ترمنځ وروستۍ څو ورځنۍ خبرو نه داسې ښکاري چې ښايي داسې يو توافق په راتلونکو څو اونيو کې تر لاسه شي چې دا به د افغان حکومت اوطالبانو تر منځ يوه بين الاافغاني ديالوګ ته لار پرانيزي
دوهم: دوهم پړاو بيا بين الافغاني ديالوګ ده چې افغان حکومت او طالبان به د راتلونکي حکومتي نظام ، اساسي قانون او نورو مسايلو په اړه خبرې کوي دا به د دېپروسې يو لانجمن او پيچلی پړاو وي ددواړو لوريو له نظرونو داسې ښکاري چې دا هوکړه به ډيره اسانه نه وي طالبان هيله لري چې افغان دولت دې واک دوۍ ته وسپاري او غواړي په نظام کې برلاسي وي خو افغان حکومت بيا تمه لري چې د اساسي قانون په نسبي بدلون سره به طالبان وسلې پر ځمکه کيږدي سره او د حکومت برخهبه وګرځي چې ددواړو لوريو دا غوښتني غير عملي ښکاري او باور نکيږي چې بل لوری دې ورسره ومني په دې برخه کې اړتيا ده چې دواړه لوري يو بل ته انعطافوښيي ولسمشر غني په وار وار سره د موقت حکومت طرحه رد کړې او دا طرحه يي شاتګ بللی چې دا د سولې لپاره ښه خبر نه ده که ولسمشر غني د موقت حکومتجوړيدو ته اجازه ورنکړي يو ستر خنډ د سولې خبرو کې رامنځته کيدای شې
خو دلته يوازې افغان حکومت طالبان ندي چې بايد توافق وکړي بلکې د سيمييزو او نړيوالو لوبغاړو په ځانګړي ډول د متحده ايالاتو او پاکستان رول خورا مهم دی.
سوال دا دی چې آيا پاکستان به اجازه ورکړي چې افغانستان ټيکاو ته ورسيږي که نه ؟
ايا ريښتيا هم د پاکستان په افغان تګلاره کې بدلونو راغلی ؟
که چيرته پاکستان د غرب فشارونو ته تسليم شي او افغانستان کې د يو ملي حکومت په رامنځته کولو کې مرسته وکړي بيا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ يو ټوليز توافقممکن ښکاري خو که پاکستان مرسته ونکړي د سولې دا خبرې په وروستي پړاو کې هم ناکاميدلی شي که پاکستان صادقانه همکاري ونکړي د پخوا په څير يو ځل بيانړيواله ټولنه و غولوي نو بيا د سولې راتګ ناشونی دی ځکه طالبان د پاکستان له مستقيم سياسي او پوځي ملاتړ څخه برخمن دي.
دريم : دريم پړاو د سولې له موافقې وروسته له طالبانو سره د قدرت شريکول او طالبانو سره ګډ کار کول او عملا د نظام برخه کيدل او له ښکيلو سياسي او مذهبي ډلو سره د طالبانو تعامل څرنګوالی دی طالبان چې اکثر يې د پاکستان په مدرسو او جوماتونو کې روزل شوي دي ډير سختدريځي د سخت او سوچه اسلام پلويان دي چې د کوچنيديني مسايلو نه اجرأ کول ورته کفر ښکاري او خپلو فکري مخاليفينو په وړاندې زغم نلري دا چې د سولي له ممکنه راتلو سره به طالبان څنګه وکړای شي خپلو دښمنو ډلوسره ځاي کار وکړي په نظام او ټولنه کې جذب شي دا هم يوه پوښتنه ده.
خو له دې ټولو ننګونو سره سره بياهم خبرې مثبت لوري ته روانې دي د افغان جګړي د ختمولو لپاره د امريکا اراده تر بل هر وخت جدي ده خو د پاکستان په ارادې لاهم شکونه شته.