تاند، پنجشنبه، د حوت ۸مه: فرانس پریس خبري اژانس وايي، قطر د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د ختمونې لپاره د سولې پروسې په کوربه توب خپل نړیوال مؤقف بېرته اعاده کړی او پورته یې بیولی دی.

دوحه توانېدلې چې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو په کوربه توب له هغو ټولو تعزیراتو ځان خلاس کړي چې د خپلو ګاونډیانو لخوا پرې وضع شوي وو.

همدا راز ویل کېږي که د شنبې په ورځ د قطر په کوربه توب د امریکا او طالبانو د سولې تړون لاسلیک شي، نو دا به د دوحې لپاره یوه ستره او دپلوماتیکه لاسته راوړنه وي.

د فرانس پریس خبري اژانس له قوله امریکا به د دغه تړون په اساس خپل زرګونه سرتېري له افغانستانه باسي.
د فرانس پریس راپور کاږي چې دا مهال د دوحې یو پرتجمله هوټل کې طالبان د سولې تړون د لاسلیک په انتظار چې یو خوا یې نرمه پیانو هم غږېږي، له ځینو ورغلو میلمنو سره یا په خپلو کې یو تر بله لیدل کېږي.

د فرانس پریس اژانس وايي، دوحې په داسې حالاتو کې د افغان سولې پروسې کوربه توب ته اوږه ورکړه چې قطر له پراخو سیمه ییزو ستونزو سره لاس و ګرېوان و.

په دې لړ کې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، مصر او بحرین له دوه کالو راهیسې له قطر سره خپلې اړیکې شلولې او هوايي تګ راتګ، بندرونه او سرحدونه ټول یې پر مخ تړلي وو، مګر د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني چې د زړو ایتلافتونو د غښتلتیا او د نویو همکاریو د رامنځته کولو لېواله دی، هیله من دی چې د خپلې دپلوماسۍ خواږه به د شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو د تړون د لاسلیک په مراسمو کې وڅکي.

د قطر کوچني ټاپو چې له نفتو او ګازو ډکې زرمې لري تر دې وړاندې یې د فوټبال ۲۰۲۲ کال نړیوالو سیالیو کوربه توبه ویاړ هم ترلاسه کړی دی، خو دې ویاړ ورته د سولې د خبرو د کوربه توب هومره اهمیت ور نه کړای شو.

قطر چې له افغانستانه ۱۸۰۰ کېلو متره لرې پروت دی، په ۲۰۱۳ کې یې له امریکا سره د یوې هوکړې له مخې طالبانو ته دفتر پرانیست.

د صوفان تحلیلي مرکز یو څېړونکی ډګروال کلارک د طالبانو او قطر د اړیکو په اړه وايي، که طالبانو د قطر دفتر نه درلودلای هیچا به دغه ډله دومره جدي نه وای نیولې: ((د قطر حکومت د دواړو جوانبو لپاره د اعتماد وړ هیواد دی.))

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د اورکم یا نسبي اوربند اوونۍ روانه ده او په پای کې يې ټاکل شوې چې امریکا له طالبانو سره د سولې تړون وکړي.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ په وینا ټاکل شوې چې له تړون وروسته خپل ۸۶۰۰ سرتېري په افغانستان کې پاتې کړي او نور وباسي.

One thought on “د افغان سولې کوربه توب د قطر نړیوال پرستیژ لوړ کړی دی”
  1. کله چی د نجیب الله دولت سره سوله کیدله نو سیاسی پرستیژ د سعودی او اماراتو پیاوړی وو
    همدارنګه کله چی ربانی او حکمتیار ترمینځ روغه جوړه کیدله نو هلته هم د سعودی پیاوړتیا احساس کیدله مګر کله چی په سعودی کی قسم وکړ چی نور به د افغان ولس له وژلو لاس اخلو مګر کله چی بیرته راغلل نو پاکستان په دواړو فشار راوړ چی بیرته بیا د کابل ورانولو او کنډوالو بدلو باندی ټینګ ودریدل

    نو خدای د وکړی چی طالبان بیا د همغو په شان بیا دا ترخی تجربی تکرار نکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *