تاند: پښتونخوا سوات او لوړ دیر کې د شریعت محمدي د نفاذ تحریک مشر او د افغان طالبانو سرسخته پلوي مولانا صوفي محمد له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۹۰ کلونو په عمر مړ شو.
د صوفي محمد کورنۍ او زوی یې رسنیو ته د هغه د مړینې د خبر پخلی کړی او ویلي یې دې پلار یې بیګا شپه ساه ورکړې چې نن سهار یې مړی خاورو ته سپارل شوی دی.
مولانا صوفي محمد د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر ملا فضل الله خسر و، نوموړی په ۲۰۰۹ کال کې د حکومت ضد د خلکو پارولو په جرم ونیول شو خو سمدواره یې د تحریک مشري زوم ملا فضل الله پیل کړه چې بیا وروسته د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر هم شو.
مولانا صوفي محمد په ۲۰۱۸ کال کې د روغتیايي وضعیت د خرابوالي له کبله پاکستاني حکومت خوشې کړ او کور ته یې واستاوه.
له زندانه تر وتلو وروسته صوفي محمد تر ډېره د پېښور لیډي رېډنګ روغتون کې بستر و.
ملا صوفي محمد له ۲۰۰۱ کال وروسته چې امریکا، د طالبانو حکومت وپرځاوه خورا مشهور شو او طالبانو ته یې نه یوازې د ملیونونه کلدارو چندې ټولې کړې بلکې له خپلو زرګونه پلویانو سره د طالبانو ملاتړ لپاره افغانستان ته راغی، خو دلته له جنګېدو وروسته او پاکستان ته له رسېدو سره سم ونیول شو.
ملا صوفي محمد د افغان حکومت خلاف و، خو پاکستان کې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته یې پاکستاني پوځیان مجاهدین وبلل او دوی سره یې جګړه حرامه یاده کړه.