تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغان طالبانو یو مهم قومندان پېښور ښار ته نژدې وژل شوی دی.
د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د طالبانو قومندان مولوي میر احمد د پېښ،ر ښار په لمنه کې په سپینه وړۍ سیمه کې وژل شوی دی.
دي نیوز وايي چې میراحمد په ننګرهار کې د طالبانو مهم قومندان و. په خبر کې د میراحمد د وژل کېدو وخت ته اشاره نه ده شوې.
ورځپاڼه وايي چې تراوسه حرګنده نه ده چې نوموړی د چا له لوري وژل شوی دی.
پولیسو او نورو حکومتي چارواکو تراوسه پوري د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې هم د طالبانو یو شمېر قومندانان د پېښور په شمول د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې وژل شوي یا نیول شوي دي.
پخوا افغان چارواکو ادعا کړې چې په پاکستان کې هغه طالب مشران نیول کېږي یا وژل کېږي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې غوښتونکي وي.