طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې د افغان دیني علماوو فتوا ننګولې او یو ځل بیا یې د سولې پر ځای په جګړه ټینګار کړی.
په دې لیکنه کې به هڅه وکړو چې د طالبانو د اعلامیې فریب او د افغان علماوو د فتوا حقیقت درته ډاګیز کړو.
لومړی: طالبانو د اعلامیې په مقدمه کې دیني علماء هغه خلک یاد کړي چې له سختو ورځو او بحرانونو نه یې خلکو ته نجات ورکړی، خو د اعلاميې په منځ کې یې بیا افغان دیني علماء چې د دوی پرضد یې فتوا ورکړې، د بهرنیو مزدوران یاد کړي.
طالبانو په اعلامیه کې هڅه کړې چې یواځې هغه کسان دیني علماء یاد کړي چې د حقاني مدرسې په لارښوونه عمل وکړي او د پاکستان په دستور افغان جګړه جهاد یاد کړي او هغوی چې د افغانستان جګړه ناروا ګڼي، هغه علماء مزدور یاد کړي، په داسې حال کې چې افغان علماوو هر څه د قران په ایاتونو او د پيغمبر په احادیثو ثابت کړي دي.
دویم: طالبانو په اعلامیه کې د دیني علماوو فتوا له امریکا او ناټو سره مرسته یاده کړې چې ګنې دا فتوا د هغوی په اشاره چمتو شوې او بیا پرې پرته له دې چې کوم دیني عالم نظر ورکړي پرې تحمیل شوې وه، خو د دیني علماوو په فتوا کې هیڅ داسې نه پيدا کیږي چې له نورو دینونو راخیستل شوي وي، هر څه چې ویل شوي او پریکړه پرې شوې، مخ ترې نه اړول کیږي، ځکه زموږ په دین ( اسلام) کې له قران او احادیثو منکر ته کافر ویل کیږي.
دريېم: طالبانو په خپره شوې اعلامیه زیات تمرکز په بهرنیانو کړی چې په افغانستان کې حضور لري او پروړاندې یې جهاد اهم کار دی، خو په فتوا کې ذکر شوي چې د مسلمان ځان وژنه او د بل وژل مطلق حرام دي او هغوی چې دا کار کوي ځای یې ابدي جهنم دی، د افغان دیني علماوو په پریکړه لیک په دې تړاو د النساء سورت ایاتونه راوړل شوي او تفسیر او ترجمه یې هم شته دی.
طالبانو اوس له بهرنیانو سره په جګړه نه دي، بلکې د افغانانو په منځ کې چاودنې کوي او د هر انفجار او انتحار وروسته لسګونه ملکي وګړي د ویر په ټغر کینوي او د کورنۍ سرپرستان ترې اخلي.
طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې داسې ښودلي چې ګنې د دوی جګړه له بهرنیانو سره ده، خو په داسې حال کې چې هر ځای ماین چاودنه، ځانمرګي او ډله ییز بریدونه یې د ملکي وګړو په منځ کې وي او د جګړې هیڅ قرباني بهرنیان نه بلکي، افغان مسلمانان وي.
څلورم: طالبانو په فریبانه اعلامیه کې لیکلي چې درې زره علماء په کابل کې راټول شوي و او د امریکا او ناټو په تړاو یې هيڅ نه دي ویلي، خو طالبان نه ګوري چې جګړه څوک د چا پروړاندې کوي او بله دا چې دیني علماوو په فتوا کې په سوله ټینګار شوی، کله چې سوله وشي د بهرنیانو لپاره د جګړې پلمه ختمیږي او مجبور دي چې له افغانستان ووځي.
دلته که سترګې پټې نه شي، ښکاره مالومه ده چې بهرنیان لومړی هم طالبانو راوستي او اوس یې د حضور دوام هم طالبان کوي، ځکه د بهرنیانو د پوځي حضور لپاره جګړه یوه پلمه ده او ټینګار کوي چې تر هغې به له افغانستان و نه وځي چې دلته د ترهګرۍ ګواښ له منځه نه وي تللی.
پنځم: طالبانو په اعلامیه کې د اندونیزیا غونډې ته هم اشاره کړې چې ګنې د بهرنیانو په اشاره جوړه شوې او د هغوی په اشاره پکې جګړه مردوده بلل شوې، خو طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې هیڅ داسې ایات او حدیث د اثبات لپاره نه دی ورکړی چې ځانمرګي او د ملکي وګړو وژنه دې روا وي.
شپږم: طالبانو په اعلامیه کې د حقاني مدرسې د فتوا ذکر کړی چې د ای ایس ای په دستور باندې جوړه شوې او بیا د دوی تر مرکزونو رسیدلې، خو د خپلې فتوا دوه ټکي یې هم نه دي لیکلي چې په کوم جواز باندې د افغانانو وژل له اسلام سره اړخ لګوي.
طالبان د ای ایس ای په دستور هیڅکله نه غواړي چې د اسلام ټکټ دې ترې بل څوک واخلي، ځکه د طالبانو له راپورته کیدو تر ننه دا دستور دی چې هر هغه عالم دې ووژل شي چې د طالب خلاف مفکوره ولري او یا دې د طالبانو جګړه وننګوي.
تاسو که د افغانستان جګړې ته نظر واچوئ، تر هر څه زیات پکې دیني عالمان ترور شوي او یو لامل یې همدا دی چې طالبان نه غواړي اصلي څېرې یې په ډاګه شي چې د یوې پروژې په حیث د افغانانو د وژلو قصد کړی او تر هغې به افغانان وژني چې د ای ایس ای واک یو ځل بیا په کابل کې پيدا شي او د اسلام اباد حکمونه په کابل کې وچلوي.
طالبان چې هر کله اعلامیه خپروي او یا د خپلو لیکو لپاره جاهل ځوانان جذبوي یو ټکټ یې دا دی چې ګنې افغانستان اشغال دی او پروړاندې یې جګړه کې ثواب دی، خو هیڅکله ترې خپلو وسله والو ملګرو پوښتنه و نه کړه چې موږ د اشغال لپاره جګړه کوو نو بیا ولې افغانان او په ځانګړي ډول ملکي وګړي ووژنو.
اوس چې طالبانو اعلامیه خپره کړه تر ډیره یې پکې همدا هڅه کړې چې افغان دیني علماء بدنام کړي او هغه فتوا چې درې زره کسیزه د علماوو ډلې اعلان کړې، کم رنګه کړي، خو هغه څه چې افغان علماوو د جګړې په تړاو خپاره کړي او هغه څه چې طالبانو خپاره کړي د ځمکې او اسمان کدر توپیر لري.
د افغان علماوو هره خبره په ایات او حدیث باندې ثابته شوې، خو د طالبانو اعلامیه بیا یواځې په هوایي خبرو او فریبانه تکتیک باندې څرخیږي چې په هیڅ ډول جګړې ته جواز نه شي ورکولی.
طالبان همیشه هڅه کوی چه دا ډول غونډی دولتی او خطا ایستونکی وګڼی که د هغوی دا ګمان سم وی نو هر چاته دا پوښتنه کیږی چه د مُلایانو هغه غونډی چه د طالب د حاکمیت په وخت کی دائرېدلې آیا دولتی غونډی نه وی؟پدې کی هم شک نشته چه د تېری ورځی د غونډی اکثره ګډون کوونکی همهغه کسان دی کوم چه د طالب د حاکمیت په وخت کی ئې طوعاً یا کرهاً د طالب د
.اهدافو په لیاره کی د هغوی په غونډو کی ګډون کړی ؤ
ډېره په زړه پوری او په عین وخت کی ځوروونکې ده چه همدا عالم د طالب په غونډه کی ښه سړی ؤ خو نن ورځ همهغه کس د
.کابل په غونډه کی بد کس معرفی کیږی