په هغه غونډه كې چې د افغان ــ ترك ليسې په بېلابېلو پروګرامونو كې د علومو اكاډمي د علمي غړو د فعال ګډون په مناسبت د تقدير نامو د تفويض لپاره د علومو اكاډمي د كنفرانسونو په تالار كې جوړه شوې وه ، د علومو اكاډمي دانشمندانو هر يوڅېړنپوه محمد اكرم شهيم ، څېړنپوه عبدالحكيم ساپي ، څېړنپوه محمد صيام صيام ، څېړنوال عبدالجميل ، څېړنوال بشير افغان صالح   او څېړنوال ميراسحق ميرزاد ته هغه تقديرنامې چې د افغان ــ ترك لېسې د ادارې له خوا تهيه شوې وې ، وركړل شوې .

غونډه د محقق مولوي عزيز ګل ساپي له خوا د قرآن كريم د څو مباركو اياتونو په تلاوت سره پېل شوه ، وروسته آغلې محققې زبېده عصمتي د موضوع په اړه خبرې وكړي او د غونډې ګډون والو ته يې د اړوندې موضوع په اړه معلومات وركړل ، بيا د علومو اكاډمي د طبيعى علومو د برخې مرستيال څېړنپوه دكتور نجم الدين ترين د غونډې په اړوند مفصلې خبرې وكړي او د افغان ــ ترك ليسې له ادارې يې مننه وكړه او د استادانو فعال ګډون يې په داسې پروګرامونو كې وستايه او دغه لاسته راوړنه يې د علومو اكاډمي لاسته راوړنه وبلله .

بيا د علومو اكاډمي د طبيعي علومو د معاونيت علمي غړي څېړنوال ميراسحق ميرزاد د افغان ــ ترك ليسې د اړوندو برنامو په اړه مفصل او هر اړخيز معلومات وركړل ، د غونډې په پاى كې د بشري علومو د معاونيت علمي غړي څېړنپوه عبدالحكيم ساپي لنډې خبرې وكړې او دغه لاسته راوړنه يې د علومو اكاډمي او افغان ــ ترك د ليسې گډې هلې ځلې وبللې او په دې برخه كې د لا همكاريو او علمي مرستو د پياوړتيا غوښتنه وكړه ، غونډه د اسلامي علومو د معاون څېړنوال سيف الرحمن ستانكزي په دعائيه سره پاى ته ورسيده .

نېټه : ۲۱ \ ۸\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *