موږ له ورځې بلې ته غښتلي کېږو، راویښېږو او د یوه مشترک هدف په لور د تلو تکل لرو.
نن هغه ورځ راغله، چې موږ کلونه وړاندې خوب باله، نن داسې برېښي لکه پښتون افغان چې له مرګ څخه وروسته د خپل دښمن غچ ته را ژوندی شوی وي او له ظالم ریاست څخه د جبر او ظلم کسات اخلي.
افغان ولس په یوه خوله یوه حرکت ته چمتو شوی دی او د یووالي په لور ګړندي او محکم قدمونه اخلي.
افغان ولس پر یووالي او ژمنتیا باور لري، له ظالم سره د جهاد چیغه یې پورته کړې او په تشو لاسونو یې د مجهز سامراج وار پار خطا کړی دی.
پرون که خیسور کې تنکي حیات خان د سامراجي فوځ د ظلم او وحشت کیسه راپورته کړه، دا یواځینی حیات خان نه دی، چې پنجابی فوځ یې د عزت په لمن د داغ ښوودلو په فکر کې دی.
تر دې پخوا هم پنجابي اشغالګرو تر دې بدتر اعمال تر سره کړي دي، خو محکوم افغان ددې جوګه نه و، چې د پنجاب پر ضد راپورته او د پنجابي ریاست ګرېوان ته لاس واچوي، نن چې حیات خان د پنجابي وحشت کیسه کوي او د عدالت غږ پورته کوي، دا د پښتون ژغورنې غورځنګ برکت دی، چې د اټومي طاقت لرونکي پاکستان وارو پار یې خطا کړی دی، نن د کراچۍ جلسې وښودله، چې دا ولس نه مري، د هر ډول وحشت په وړاندې درېږي، د اتحاد او اتفاق جرړه یې قوي ده، نن پښتون افغان د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د خپلو حقونو د مبارزې غږ پورته کړی او د پنجابي اشغالګر يوځ او استخباراتو پر ضد غښتلي افغان د ازادۍ غږ پورته کړی دی او دا غږ به تر هغو بدرګه کېږي، تر څو چې دا افغان پر خپله لویه مېنه اباد شوی نه وي.