تاند- د نړۍ د ۶۷ هیوادونو محصلانو د امریکا له بهرنیو چارو وزیر څخه وغوښتل چې په دغه هیواد کې په درس بوختو افغان محصلانو ته اجازه ورکړي چې د کورنۍ غړي امریکا ته وروغواړي.

امریکا ته د فولبرایټ په سکالرشیپ یا بورس تللي افغان محصلان د نورو هیوادونو د محصلانو خلاف اجازه نه لري چې د خپلو کورنیو نژدې غړي لکه مور، پلار، مېرمن او ماشومان امریکا ته وروغواړي.

د فولبرایټ سکالرشيپ په ۱۹۴۶ میلادي کال د سناتور ویلیم فولبرایټ له لوري پیل شو او تر اوسه د نړۍ د مختلفو هیوادونو ۳ لکه ۲۵ زره محصلانو له دې لارې د امریکا په معتبرو پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کړي دي.

د افغان محصلانو په منځ کې داسي مېرمنې هم شاملې دي چې اولادونه یې په افغانستان کې دي.

ویل کېږي چې امریکا د دې لپاره د هغوی خپلوانو ته وېزه نه ورکوي چې ګومان کوي افغانان بېرته خپل هیواد ته نه ځي.

په کابل کې د امریکا سفارت په زغرده محصلانو ته ویلي، څوک چې امریکا ته د درس لپاره ځي په دې فکر کې دې نه وي چې د کورنۍ غړي به هم له ځان سره بیايي.

سفارت وايي چې دا خبره یې مخکې تر مخکې ټولو افغان محصلانو ته، چې د فولبرایټ سکالرشیپونه یې اخیستي دي، کړې ده.

خو د افغان محصلانو تر ټولو لویه ستونزه دا وه چې کله به هغوی د خپلو عزیزانو د لیدو لپاره له امریکا ووتل، امریکا ته د بېرته تګ وېزه نه ورکول کېده خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوی دا ستونزه اوس حل کړې ده.

اوس په امریکا کې د ۶۷ هیوادونو ۱۱۷ محصلانو په یوه ګډ لیک کې د امریکا له باندنیو چارو وزیر څخه غوښتي چې د افغان محصلانو خپلوان هم پرېږدي چې د تمایل په صورت کې د خپلو عزیزانو د لیدو لپاره امریکا ته ورشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *