له بده مرغه چې روانه اونۍ يو ځل بيا د وسلوالو خونړيو بريدونو او وژنو په پايله کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ګڼو بې ګناه افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر ټولو دردوونکې پېښې چې جګړو مارو يو ځل بيا په خپل وحشت سره ډېرې کورنۍ او خلک د وير په ټغر کېنول، هغه روانه اونۍ په هرات ولايت کې د وسلوالو له خوا د ملي پيوستون پروګرام د شپږو تنو کارکوونکو، د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د شپږو تنو مزدورانو او د کاپيسا په تګاب کې د موټر بم چاودنې له امله د شپږو ماشومانو وژنې وې.

په هرات او پکتيا ولايتونو کې د يادو بې ګناه افغانانو وژنه چې خپلې کورنۍ ته د يوې مړۍ حلالې روزي او هېواد ته د خدمت په موخه له کوره وتلي وو، د افغانستان له پرمختګ او ابادۍ سره دښمني څرګندوي.

د وږي په پنځمه د وسلوالو له خوا د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه پوځي مرکز د موټر بم درنې چاودنې په يوه بله پېښه کې د سيمې اوسېدونکو ته د مالي زيان ترڅنګ د شپږو ماشومانو زړه زړونه وچاودېدل.

همدا راز د وږي په شپږمه او اوومه په غزني کې د پي آر ټي پر مرکز د موټر بم او د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې سلګونه ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

افغان ملي غورځنګ په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې روانه خونړۍ لړۍ چې له امله يې هره ورځ لسګونو بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي، په کلکه غندي او دا يو نه بخښونکى جنايت بولي.

د جګړې د ښکېلو لورو له خوا د ملکي وګړو وژنه د ټولو الهي او بشري قوانينو خلاف کړنه ده او هېڅ راز توجيه نه لري.

له بده مرغه د افغانستان د روانې جګړې ښکېل اړخونه د جګړې د قوانينو او موازينو په نه مراعتولو سره د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه نه کوي او په جګړه کې تر مطلوب هدف زيات، ملکي خلک په نښه کېږي. موږ د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کوو، چې د جګړې اخلاقي او قانوني موازينو ته په درناوي او د بشري خواخوږۍ له مخې د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او د افغان وژنې دا خونړۍ لړۍ ودروي.

افغان ملي غورځنګ په دې اند دی، چې روانه جګړه د پرديو له خوا يوه تپل شوې لوبه ده چې قربانيان يې يوازې افغانان دي. اسلامي او ملي تدبير دا ايجابوي چې له خپلمنځي وژنو لاس واخلو او له دغې پردۍ لوبې څخه د وتلو پر لارو چارو ګډ فکر وکړو.

افغان ملي غورځنګ

مطبوعاتي څانګه

د وږي ٨ مه، ١٣٩٢

One thought on “د افغان ملي غورځنګ اعلاميه”
  1. ډير مو ښه لیکلي دي خو که دا جاهله او په پردیو خرڅ شوي مزدوران په دې خبره پوه شي او لږ له خدایه وډار شي او د بیګناه خلکو له وژلو لاس واخلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *