تاند- په هرات کې څو افغان زده کوونکیو له هغو سیلانیانو یا توریستانو سره چې غواړي افغانستان ته راشي، د مرستې لپاره په موبایل ټېلفون کې اپ جوړ کړی دی.

د دې اپ ګډونوال به د افغانستان په اړه خپلو پوښتنو ته ځواب مومي. همداراز به د افغانستان د نورو معلوماتو ترڅنګ د هغو ځایونو په اړه معلومات ترلاسه کولی شي چې په لیدو ارزي.

دغه راز د افغاني خوړو په اړه د اپ کاروونکي ته معلومات ورکول کېږي.

د دغه اپ یوې جوړوونکې فرشتې فروغ، چې نورو نجونو ته هم د تکنالوژۍ او اپ جوړولو په برخه کې زده کړې ورکوي، وویل«دا اپ کاروونکو ته د افغانستان ښه تصویر وړاندې کوي، له بده مرغه رسنۍ د افغانستان سم تصویر نه ښيي.»

د پي بي ایس تلویزیون د راپور له مخې، تر ۱۰ فیصده لږ افغانان انترنیټ ته لاسرسی لري خو د موبایل ټېلفون کاروونکي خورا زیات دي.

د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو په اړه د سي آی اې د فکټ بوک پر اساس په سلو کې ۶۰ افغانان د موبایل ټېلفون له خدماتو برخمن دي خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايی، په سلو کې ۹۰ افغانان په داسي ځایونو کې اوسي چې هللته موبایل ټېلفون کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ