يک شنبه، د سنبلې ۴مه
 
د حزب اسلامي افغانستان امير انجنير ګلبدين حکمتيار د یک شنبه په ورځ د افغان هندوانو او سکانو له يو شمېر استازو سره په خبرو کې، له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې د جګړې په مهارولو کې له افغانانو سره مرسته وکړي، تر څو دلته امن راشي.
ښاغلي حکمتيار وويل، زموږ غوښتنه داده چې په افغانستان او سيمه کې امن راشي او ګاونډي هېوادونه بايد د امن په راوستلو کې له افغانانو سره مرسته وکړي.
د حزب اسلامي امير زياته کړه يو وخت يواځې افغانستان د جنګ په لمبو کې سوځيده، خو اوس د نړۍ ګڼو هېوادونو ته د جنګ اور غځيدلی دی او که دلته امن را نشي، ښايي يو وخت ټوله سيمه د جنګ په لمبو کې وسوځي.
د حزب اسلامي امير وويل، موږ په دې سيمه کې امن او له ټولو وګړو سره دوستانه تعلقات غواړو او ما د هندوستان او پاکستان سفيرانو ته هم ويلي، چې تاسو خپل رقابتونه دلته مه راليږدوئ.
ملي قائد څرګنده کړه، موږ د پاکستان او هندوستان تر منځ روغه جوړه غواړو او دواړو هېوادونه بايد د يو بل د کمزوري کولو هڅه و نکړي، بلکې دوی دې خپلې ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي. 
ورور حکمتيار وويل، موږ له چا سره د رقابت فکر نه لرو او د هېڅ چا په خلاف د بل تر څنګ نه دريږو او زه فکر کوم چې دا زموږ د خلکو او هېواد په ګټه ده.
د افغان هندوانو او سکانو په هکله د حزب اسلامي امير وويل، ددې هېواد هر وګړی هغه که مسلمان يا غير مسلمان وي، افغان دی او برابر حقوق لري، هر يو بايد دلته خوندي وي او د ويرې احساس و نه کړي.
د حزب اسلامي امير زياته کړه، هندوان او سکان ډیره موده کيږي چې دلته ميشت دي، دوی پردي نه ګڼل کيږي او حتی معبدونه يې خوندي دي.
ښاغلي حکمتيار دا هم وويل، چې موږ له هېڅ چا سره د جنګ اراده نه لرو او پخوا مو هم د جنګ اراده نه درلوده، بلکې په خپل هېواد کې امن غواړو.
جنګ ټواو ته ستونزې زيږولي او هيله مو داده چې پخوانۍ خونړۍ او ناکامې تجربې يو ځل تکرار نه شي.
په دې کتنه کې «کرپال سنګهـ ملاتړ» د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د حزب اسلامي له امير څخه يې خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ.
نوموړي وويل، افغان سکانو او هندوانو لکه د نورو عامو افغانانو په څېر د تېرو څو لسیزو په موده کې ستونزې او کړاوونه ګاللي دي او بايد چې پخوانۍ ناکامې تجربې بيا تکرار نه شي.
 د هغه په وينا په هېواد کې د جګړو او له سکانو سره د زور زياتي له کبله د دوی يو زيات شمېر کورنۍ بېرته هندوستان ته کډه شوي دي او که جنګ پای ته ورسيږي او سوله راشي، نو بېرته به افغانستان ته راستانه شي.
کرپال سنګهـ ملاتړ وويل، موږ هيله مند يو چې ستاسو راتګ، د روان دردناک حالت په پای ته رسېدلو کې مرسته وکړي.
 
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *