سوپرتوکانو

تاند- د امریکا د هوايي ځواک له لوري د افغانستان هوايي ځواک ته وروستۍ ۶ سوپر توکانو الوتکې په ۱۷۴ ملیونه او ۵ لکه ډالره تمامې شوي دي.

د دغو الوتکو رانیوونکو فلایټ ګلوبل ویبپاڼې ته وویل چې په دې پیسو کې افغانستان ته د الوتکو لېږد یا ترانسپورت، د الوتکو ساتنه او پالنه او د هغو د پُرزو لګښت هم شامل دی.

دا الوتکې د تودوښې په لوړه درجه کې او خورا زیات لندبل کې ښه کار کوي.

د هرې سوپر توکانو (A-29) الوتکې متوسطه بیه ۱۰ ملیون ډالره ده خو تر ډېره بیه په دې پورې اړه لري چې په الوتکه کې څومره تغییر راوستل کېږي.

افغانستان ته وروستۍ ورکړل شوې ۶ سوپر توکانو له مخکنیو ۲۰ سوپرتوکانو الوتکو سره توپیر نه لري.

د دغو ۶ الوتکو تر اصلي بیې، چې شاوخوا ۶۰ میلونه کېږي، ډېرې پیسې د هغو پُرزو او نورو چارو ته ځانګړي شوي چې ټولټال تر ۱۷۴ ملیون ډالرو اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *