تاند- د اروزګان د ګیراب ولسوال وايي، افغان پېلوټانو سهواً ۲۵ زره راز راز مرمۍ او ګولۍ د افغان امنیتي ځواکونو په ځای په هغه سیمه کې لاندې غورځولي چې هلته طالبانو دېره ول.
د اروزګان د ګیزاب د نارامې ولسوالۍ ولسوال حاجي خوشحال نن /یکشنبه/ رسنیو ته وویل، د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواک پېلوټانو د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې کې ۲۵ زره مرمۍ اچولي دي.
ده وویل چې تر دې مخکې افغان هیلي کوپترو له هوا څخه افغان امنیتي ځواکونو ته مهامات غورځولي خو دا ځل یې د مهماتو د غورځولو ځای غلط کړ.
په عین حال کې ویل شوي چې پولیسو ته هم درې زره مرمۍ په لاس ورغلي دي.
په اروزګان کې د ملي اردو چارواکو په دې اړه بې خبري ښودلې ده.
خو د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې د اتل قول اردو قوماندان جنرال غلام حضرت کاکړ دا خبره رد کړه، ویې ویل چې دا کار نه دی شوی.
طالبانو هم تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا کار قصدا شوی او دیر وار دا کار شوی. هر وخت آمریکایی الوتکی دا کار کوی.