هیلي کوپتر

تاند- د افغانستان د ملي اردو یوه څرخکه له بیړنۍ ناستې وروسته ویجاړه شوې خو سپرلي یې ورڅخه روغه وتلې ده.

دفاع وزارت نن /یکشنبه/ وویل، د افغان هوايي ځواک هیلي کوپتر په هلمند ولایت کې د تخنیکي ستونزې له کبله بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوه.

د دفاع وزارت په وینا دا پېښه نن سهار وختي په ګریشک ولسوالي کې وشوه.

دا وزارت وايي، هیلي کوپتر له بیړنۍ ناستې وروسته بمباري کړای شوه او د هغې عمله د ښوراب هوايي اډې ته یووړل شوه.

د افغانستان هوايي ځواک د هیلي کوپترو او الوتکو له کموالي شکایت لري خو امریکا ویلي چې په لنډ وخت کې به د افغانستان هوايي ځواک څو برابره پراخ او په پرمختللیو الوتکو سمبال کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *