تاند- د هکرانو یو ډلې، چې ادعا کوي افغانان دي، یو ځل بیا د پاکستان پر حکومتي ویبپاڼو حمله کړې او هغه یې له کاره غورځولي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې «افغان هکرانو» دا ځل د پاکستان د سند ایالت یو شمېر مهمې ویبپاڼې جام کړي دي.
تېره اوونۍ د پاکستان حکومت ویلي و چې همدې ډلې د دغه هیواد د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د تېلو او طبیعي زېرمو وزارت، د ملي روزنې فدرالي ادارې، د اقتصادي چارو ادارې او د حکومت د کابینې د څانګې ویبپاڼې له کاره غورځولي دي.
د افغان هکرانو ډلې دا اعلان هم کړی و چې د پاکستان د حکومت پر نورو ویبپاڼو به هم ورته بریدونه وکړي ځکه چې د پاکستان د واکمنانو لاسونه د بېګناه افغانانو په وینو سره دي.
په دوهمه حمله کې هکران توانېدلي چې د سند ایالت د شهید بېنظیربوټو ولسوالۍ، د حیدراباد د حکومت، د لاړکانې او د سند ایالت د کورنیو چارو وزارت حکومتي ویبپاڼو ته ننوځي او هغه له کاره وغورځوي.
هکرانو د پاکستان د حکومت پر جام کړیو ویبپاڼو لیکلي:«موږ په چټکه راځو، فساد به کنټرول کړو، افغانان به پیسې او قدرت ترلاسه کړي، بیا به څوک نه وي چې تاسي وژغوري او په یاد لرئ؛ موږ افغانان یو، موږ تاسي نه هېروو او نه مو بخښو، موږ به د خپلو وروڼو د وینو غچ نن یا سبا واخلو، که یې موږ وانخلو زموږ اولادونه به یې واخلي.»
د دې خبر د خپرېدو په وخت پاکستاني ویبپاڼې بېرته فعالې شوې وې.
پاکستان تراوسه پوري پر خپلو دولتي سایټونو د حملې په خاطر پر چا اعتراض نه دی کړی او نه یې په دې اړه څه ویلي چې دا کار به چا کړی وي.
د انترنټ په مجازي نړۍ کې دا ډول کارونه ډېر پېښېږي او عاملان یې په اسانه نه موندل کېږي.
د تاند په شمول پر ګڼو افغاني ویبپاڼو هم حملې شوي، ټول مطالب یې ورډیلټ کړي خو د مطالبو د بک اپ په مرسته یې خپل مطالب بېرته احیا کړي دي.
الله ج پاک دی افغا نانو ته وس ورکړی چئ دغسی په نورو بر خو کئ هم مخ په وړاندی ولاړ شی او د افغا نستان دهری لو یشتی نه دفاع وکړی ، الله ج دی ددی ملک هر ځوان او را تلو نکی نسل ددغه ځو ریدلی او ربړیدلی اولس د ټپو نو مر هم کړی . ددی لیکنی په لو ستلو ماته یو ه امید واری را پیدا شوه چئ شکر دی زموږ ځوان نسل د وطن سره د مینی په ګیڼه سمبال دی
daa moo saa yarano ,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ایا زمونږ خپلې ویبپاڼې خوندي دي؟ زمونږ انټرنیټ خپل دې که همسایه هیواد راکړئ؟ فکر نه کوئ چې هغوې زمونږ انټرنیټ فلټر کوي زمونږ هر ایمیل او هره انټرنیټي کړنه دوي څاري؟
.زه وایم ترټولو دمخه خپل ځان خوندي کړئ، هسې نه چې د خپلو ماتو ګوډو ویبياڼو نه خلاص شو
ډیر ښه موږ یی ملا تړکوو