د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د معینیت تر چتر لاندې د کرنې ښوونیز ملي انستیتوټ (نایک) یو تن د اسلامي زده کړو ښوونکی مولوی صیب عبدالحمید حلیمي د تیرې جمعي په ورځ د مازیګر د څلورو بجو په شااوخوا کې د لوګر په ولایت کې د نامعلومو وسلوالو لخوا له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای په شهادت رسول شوي دي. د افغان ټولنیز نیټورک غړي او د مشرتابه شورا مسولین د وسلوالو دغه برید په سختو ټکو کې غندی او له اړونده امنیتی مسولینو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د پیښي عاملین د قانون منګلو ته وسپاري.
مولوی صیب عبدالحمید حلیمی نه یوازې د کرنې په ښوونیز ملي انستیتوت کې د اسلامي زده کړو د تدریس چاري پرمخ وړلي بلکي د لوګر ولایت په عالي دارالمعلمین کې هم د اسلامي زده کړو تدریس کاوه چې دده په مرګ سره به دغه تشته تر ډېره وخته په یادو ښوونیز بنسټونو کې موجوده وي او زده کوونکې به له زده کړو څخه محروم وي.
د افغان ټولنیز نیټورک ټول غړي چې اروښاد حلیمی صیب هم غړیتوب درلوده سخت خواشینی کړي او د پوهنې وزارت د مسولینو او نورو اړونده مرسته کوونکو څخه هیله کوي چې له نوموړی کورنۍ سره خپلي مالي مرستي ونه سپموی ځکه له حلیمی صیب څخه اوه تنه اولادونه پاتې دی چې د ټولو د سر سیوری خپله حلیمي صیب وو چې نا ځوانمردانو پرینښود او دغه د پوهي ډیوه یې د تل لپاره په لوی لاس مړه کړه. ان الله وان الیه راجعون .ط د افغان ټولنیز نیټورک د مشرتابه شورا کابل- افغانستان