تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن /دوشنبه/ وویل چې د روان لمریز کاله له پیله تراوسه پوري ۱۷۹۲ افغان پولیس وژل شوي دي. دا په داسي حال کې ده چې د تېر کال په دوولس میاشتو کې همدومره پولیس وژل شوي ول.

د کورنیو چارو وزارت له خپرو شویو ارقامو سره سم اکثره پولیس د سړک د غاړې په بمي حملو کې وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په داسي حال کې چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته سپارلي سږ کال د افغان پولیسو د تلفاتو شمېر دوه برابره شوی دی.

افغان پولیس په ښو وسلو سمبال نه دي او د جګړې لږه تجربه لري.

د دوی سپکې نقلیه وسیلې، چې د سړک د غاړې د بمي حملو په وړاندې چندان مقاومت نه لري، هم سبب شوي چې تلفات یې زیات شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې افغان پولیس په لېري پرتو سیمو کې لا هم د نړیوالو ځواکونو پر هوايي ځواک اتکا کوي.

د افغانستان حکومت د دې لپاره چې د ځواکونو روحیه یې خرابه نه شي لېواله نه دی چې د خپلو پولیسو د مرګ ژوبلو شمېر ژر- ژر خپور کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل:«افغان ملي پولیس په هغسي ښو وسلو سمبال نه دي چې بهرني ځواکونه دي. افغان پولیس د جګړې په لومړۍ کرښه کې وي او د یاغیانو اوله حمله پر دوی وي.»

د افغان او ناټو چارواکو په وینا سره له دې چې د افغان پولیسو تلفات زیات شوي خو ډېر لږ له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل کېږي. د دوی په وینا طالبان له افغان پولیسو سره مخامخ جګړې ته زړه نه ښه کوي او د دې پر ځای غوره بولي چې په لارو کې ورته ماینونه او چاودېدونکي مواد کښېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *