د ډیلي هوايي ډګر ترمینل

تاند- د ډیلي په هوايي ډګر کې د شنبې په ورځ /نوومبر ۱۱/ هغه مهال بېره خپره شوه، چې د افغان اریانا هوايي شرکت د یوې الوتکې پېلوټ سهواً د الوتکې د تښتول کېدو د خطر سویچ وواهه.

ټاکل شوې وه چې د اریانا افغان هوايي شرکت ایف جي ۳۱۲ الوتکه د هند په وخت د مازدیګر په ۳ بجې او ۴۵ دقیقې له ډیلي څخه کندهار ته والوزي، خو ناببره په هوايي ډګر کې د هوايي چلند امنیتي پرسونل وروسته له دې تیارسی شو چې افغان پېلوټ بې پامه د الوتکي د تښتول کېدو د خطر زنګ وواهه.

امنیتي ځواکونه تر الوتکې راچاپېر شول خو وروسته څرګنده شوه چې پېلوټ دا کار سهواُ کړی دی.

د دې وړې تېروتنې له کبله له ډیلي څخه کندهار ته د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه تر خپل ټاکلي وخت دوه ساعته په ځنډ والوته.

دې ته په پام چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال پاکستانیانو د هند یوه الوتکه د خپلو کشمیري بندیانو د خلاصون لپاره کندهار ته تښتولې وه، دې پېښې ته په ځانګړي حساسیت وکتل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *