په غونډه کی چی تیره سه شنبه جوړه شوي وه د لر او بر پښتونخوا قدرمن مشرانو،ژورنالستانو،مدنی ټولنو استازو د خیبر پښتونخوا او اسلام اباد مختلفو پوهنتونونو سلګونو محصلینو ونډه اخستي وه

غونډه د قاری معراج الدین په تلاوت پیل شوه.د سټیج چاری اغلی هما ظفر احمدزي،سعدالله او مسیحا اقبال په مخ وړی.

د افغان ځوانانو نړیوال فورم پاکستان څانګي مشر مسئول ډاکټر ابراهیم خان ځاځي د فورم په موخو او اهدافو باندي رڼا واچوله.

1د غونډي ویناوالو هر یو د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو مرکز مشر عبدالغفور لیوال د ویډیویي کانفرانس د لاری، د باچا خان ټرسټ ایجوکیشنل فاونډیشن مشر پروفیسر ډاکټر خادم حسین او د پیښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو پوهنځی استاد پروفیسر ډاکټر اعجاز خان د پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزه اړیکو د ښه والې باندي خبری وکړي

د افغان ځوانانو نړیوال فورم مشر سید یعقوب عماد هم د ویډیویي کانفرانس د لاری ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د ځوانانو حق تر لاسه کولو دپاره د ګډی مبارزیی ژمنه وکه..

د غونډی د محصلینو له خوا پوښتني وشوی چی ویناوالو یي ځوابونه وویل.

په پای کی د غونډی مشری میلمنۍ د عوامی نیشنل ګوند د ښځو څانګی مسئولی اغلی جمیله ګیلانی د موضوع په ارزښت یی خپل نظر څرګند کړ او د غونډی جوړونکو ته یی ستائنلیکونه هم ورکړل

غونډه کی د حمدالله ارباب له خوا جوړ شوي د باچا خان بابا انځورونو نندارتون هم وړاندی شو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *