00وروسته له هغې چې طالبانو د افغان ځواکونو د بنسټونو د له منځه وړلو خبره وکړ افغان ځواکونو لیکو ته د ځوانانو لیوالتیا څو چنده زیاته شوې او په ځینو ولایتونو کې ځوانان د جلب او جذب مرکزونو مخې ته قطار په نوبت ولاړ دي.
دا چې اردو او پولیسو لیکو کې د ځوانانو جذب او دنده داوطلب ده، په همدې اساس په داوطلب ډول ځوانان مراجعه کوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له نورو ځوانانو سره اوږه په اوږه دنده ترسره کړي او هېواد ته خدمت وکړي.
دا په تېرو اولس کلونو کې لومړی ځل دی چې په دومره زیاته کچه ځوانان د ملي اردو او ملي پولیسو لیکو ته مخه کوي او لیواله دي چې د هېواد د دفاع او قانون د تطبیق لپاره دندې ترسره کړي.
که څه هم طالبان په دې هڅه کې دي چې د پاکستان تګلاره عملي او د سولې په بدل کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو سکتور له منځه یوسي، افغانان به هيڅکله اجازه ور نه کړي او طالبانو ولیدل چې د ملي اردو او پولیسو د منحل کولو په څرګندولو طالبان د افغان ولس له کلک غبرګون سره مخ شول.
د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزي دې څرګندونو له یوې خوا د طالبانو نیت افغانانو ته مالوم کړ او له بلې خوا د افغان ځواکونو ملاتړ زیات او په ولس کې یې محبوبیت پورته لاړ.
طالبانو کلونه جګړه کې زیات شمېر افغان سرتېري شهیدان کړل او د دې په بدل کې یې له ایران، پاکستان او روسیې څخه پيسې او امکانات ترلاسه کړل، خو د ونه توانیدل چې دا مهم بنسټ له منځه یوسي.
پاکستان یو ځل د ډاکټر نجیب الله په واکمنۍ کې دې هدف ته رسیدلي و، خو دا چې تاریخ هر څه ثابت کړل، افغانان نه غواړي چې یو ځل بیا د پآکستان په خوښه امنیتي او دفاعي ځواکونه له منځه یوسي.
له اوږدې جګړې او افغان وژنې وروسته چې د سولې خبرو ته تمې زیاتې شوي، افغانان سوله غواړي، خو دا سوله په دومره قیمت نه غواړي چې ��فغانان یو ځل بیا شاته لاړ شي.
افغانانو په زیاتو قربانیو باندې بنسټونه جوړ کړي او په قربانۍ یې ساتي، خو دا چې دا بنسټونه اوس د سولې د خبرو په قیمت له منځه ځي، هیڅکله داسې سوله نه غواړي چې د جګړې یې قیمت لوړ وی او یوې بلې جګړې ته لار پرانیزي.
افغان ځوانان په هېوادنۍ مینه اوس د ملي اردو او ملي پولیسو لیکو ته دننه کیږي او له دې درکه غواړي د افغانستان له ملي حاکمیت، عرضي تمامیت او ناموس څخه دفاع وکړي او د طالبانو کلونه جګړې افغان ځوانان له دې لیکو را و نه ګرځول.