وروسته له هغې چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبري پریکړه وکړه چې پر طالبانو به ځانګړي عملیات زیاتوي، ورسره سم د افغان ځواکونو مرګ ژوبله کې کموالی راغلی دی.
تیرو کلونو کې مخامخ جګړې زیاتې وې، ځانګړي عملیات کم و، چې له کبله یې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته وه.
لامل دا و چې افغان ځواکونو به هڅه کوله چې جګړه و نه کړي او هر کال به په تمه و چې ګنې د سولې خبرې به پایله ورکړي.
خو طالبانو له دې پلان داسې برداشت اخیسته چې ګنې افغان ځواکونه ورسره د جګړې توان نه لري.
سږ کال چې طالبانو د الفتح عملیات اعلان کړل او داسې یې انګیرله چې ګنې یو شمېر سیمې او لوی ښارونه به ونیسي، ورسره سم افغان ځواکونو خالد په نوم عملیات پیل کړل.
د دې عملیات زیات تمرکز په ځانګړو عملیاتو شو، ځانګړی عملیات یواځې د طالبانو په مهمو مرکزونو او مهمو قومندانانو باندې کیدل.
دې ځانګړو عملیاتو ښه پایله ورکړه، سږ کال تر بل هر کال د طالبانو زیات قومندانان او وسله وال وژل شوي.
سږ کال د طالبانو تر ټول زیات د نشه یي توکو او چاودیدونکو توکو او ماینونو فابریکې له منځه تللي دی.
سږ کال تر بل هر کال د طالبانو څخه زیاتې سیمې او ولسوالۍ نیول شوي دي.
ځانګړي عملیاتو طالبان دومره وارخطا کړل چې ځینو سیمو کې یې ان په غبرګون کې ښوونځي وتړل، ځینو سیمو کې یې قومی مشران یرغمل کړل او ځینو نورو سیمو کې یې عامه ځایونه وران کړل.
طالبانو د ځانګړو عملیاتو د مخنیوي لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخیست، د ولس د راپورته کولو هڅه یې وکړه، ولس ته یې غلط مالومات ورکړل چې ځانګړی عملیاتو کې ولسي خلک وژل کیږی.
ځانګړو عملیاتو په پایله هر ځل د طالبانو مهم مرکزونه له منځه تللي او مهم کسان یې وژل شوي، خو طالبانو هڅه کړې چې دا کسان یا ملکي وګړي وښيي او یا یې په غبرګون کې ملکي وګړی وژلي او بیا یې عکسونه رسنیو کې خپاره کړي دي.
تاسو به د موسی کلا ولسوالۍ عملیات یاد وي چې د طالبانو د رهبري په کچه کسان پکې ووژل شو، طالبانو د شپې له خوا د واده مراسمو باندې برید وکړ او د هغو خلکو عکسونه یې خواله رسنیو کې خپاره کړل.
نو همدا لامل شو چې طالبان سخت وځپل شو، مهم پلانونه یې له منځه لاړل، مهم مرکزونه یې له منځه لاړل او مخامخ جګړې باندې یې تمرکز کم شو.
طالبانو اوس بیا ماین چاودنو او ځانمرګو بریدونو ته مخه کړي، خو افغان ځواکونو یې شا نیولې او اجازه نه ورکوي چې اهدافو ته ورسیږي.
کله چې طالبان له ځانګړو عملیاتو یو ځای او بل ځای پټیږي، د افغان ځواکونو بریدونه پر طالبانو زیات شوي او د افغان ځواکونو مرګ ژوبله کې هم کموالی راغلی، لامل دا دی چې ځانګړو عملیاتو کې مرګ ژوبله نه اوړی، د دښمن هدف په نښه کیږي، له منځه وړل کیږي او سرتېري بیرته هسکه غړۍ مرکزونو ته ستنیږي.