نظیف الله نظیف

   خبرې له عمل سره ښې ښکاري، چې عمل ورسره نه وي، نو بیا د دوه رنګي حالت ځان ته غوره کوي، په تېرو ۱۵ کلونو کې خبرې ډېرې وشوې خو عمل لږ، د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی شو، زورواکي لا هم هغه ډول چې پخوا وه، اوس هم ښه په زور کې روانه ده، قانون ماتول او قانون ته غاړه نه اېښودل لا هم د زورواکو او چارواکو د ژوند اساسي برخه ده، د فساد پروړاندې د مبارزې چغې ډېرې، خو په عملي ډګر کې یې لا هم په دولتي ادارو کې د پخوا په څېر خپل سیوری غوړولی، د کار او همغږۍ نارې ډېرې خو د لریوالي پر لور یون ورځ تر بلې په ډېرېدو دی .

  د دې تر څنګ مو په داخلي چارو کې ستونزو  ورځ تر بلې د ډېر والي پر لور حرکت وکړ، بلکه د سیمې او نړۍ د هېوادونو د رقابت لپاره مو په هېواد کې نوې دروازې پرانستل شوې، د دولت مخالیفو نوو ډلو مو په هېواد کې د فعالیت سر راښکاره کړ او نه یواځې دا چې زموږ لپاره یې ګواښ رامخته کړ، بلکه د سیمې هېوادونو اندېښنې یې هم را وپارولې.

   د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې زموږ په هېواد کې څه نوې خبره نه ده بلکه، زموږ د تاریخ اوږدې جګړې د بهرنیو دولتونو د لاسوهنې له کبله رامنځته شوې، د بهرنیو هېوادونو زور ازموینه وخت نا وخت دلته شوې او د دوی د سیالیو قرباني موږ ورکړې .

    زموږ چاراکو په تېرو ۱۵ کلونو کې  سیاسي چارې هغه ډول مدیریت نه شوې کړی، چې د هغې په سبب دې د بهرنیو لاسونه زموږ د داخلي چارو نه لنډ شوي وی، زموږ چارواکي د سیاسي چارو په مدیریت کې په تېرو ۱۵ کلونو کې ښه ونه ځلېدل، د دوی د ناکامو پالیسیو د اجرا له کبله په هېواد کې نا امني په ډېرېدو شوه، خلک هم هغه ډول چې باید د دولت سره یې اوږه په اوږه کار کړی وی، له دولتي ادارو څخه یې لریوالی اختیار کړ، چې سبب یې په چارو کې د نا کامه مدیریت شتون و.

  که څه هم په تېرو ۱۵ کلونو کې وخت نا وخت افغان چارواکو په هېواد کې د جګړو د پلان او د وسله والو د فعالیت د ملاتړ پړه په ګاونډي پاکستان باروله خو اوس یې تر څنګ د روسيې د ملاتړ ګنګوسې هم د یو شمېر دولتي چارواکو له خولې اورېدل کیږي .

   پوښتنه دا ده چې روسیه ولې دېته اړ شوې چې له هغه چا سره دې اوږه په اوږه د درېدلو تر څنګ کار وکړي، چې په ۱۹۸۹ ز کلونو کې یې د ځمکې پر مخ ورته د ستر دښمن په سترګو کتل ؟  په همدې توګه روسیه یو له هغو هېوادونو څخه وه، چې د طالبانو د حاکمیت پر وخت یې په ټول توان سره د طالبانود ماتولو لپاره د شمالي ټلوالې سره مرسته کوله .

    د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي نن له رسنیو سره بیا په روسیې تور پورې کړ چې ګواکې په کابل کې  روسي ديپلوماتان د ولسي جرګې د یوشمېر وکیلانو په ګډون له قومي مشرانو او ځوانانو سره په لیدنو کتنو کې د طالبانو په ګټه او د افغان دولت پر ضد څرګندونې کوي، روسیه تر دې وړاندې هم له طالبانو سره د اړیکو په خاطر تورنه شوې، خو روسیې تل ټينګار کړی چې دا اړیکې یې په افغانستان کې د روسي اتباعو د خوندیتوب او د دې هېواد د سولې له بهیر سره د مرستې په هدف دي .

   تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد  له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره د روسیې د مرستو په اړه ادعاوې د اشخاصو او افرادو نظرونه دي او د افغانستان د حکومت رسمي دریځ نه ‎دی .

   دغه راز وړمه ورځ ظاهر قدیر داعش ډله په افغانستان کې د درې ورځو مقاومت د  ډلې په نوم یاده کړه او ویې ویل، که چېرې په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې هغه ډول چې لازمې ده مبارزه وشي په درې ورځو کې له منځه تللی شي، خو زیاته یې کړه چې تر شا یې نورې خبرې دي .

   اصلي پوښتنه داده، چې د کومو دلایلو پر بنسټ روسیه دې ته  اړ شوې، چې په افغانستان کې بیا د رقابت میدان ګرم وساتي او یو ځل بیا له امریکا سره په افغانستان کې زور ازمایي وکړي؟

   که څه هم روسیه او امریکا په تېرو څو کلونو کې په اوکراین کې هم سره په سیاسي ډګر کې زور ازمایي کړې او اوس په سوریه کې هم سره ښکر په ښکر شوي،نو که چېرې د روسیې اندېښنو ته ځواب ونه ویل شي، داسې برېښي چې افغانستان هم د دغې سیالۍ او زور ازماینې په ډګر بدل شي .  

  زما په فکر په تېرو ۱۵ کلونو کې امریکا په افغانستان کې هغه څه وکړل چې د روسیې لپاره د اندېښنې وړ وګرزېدې، امریکا په افغانستان کې هغه لارې تعقیب کړې، چې یواځې  خپلې ګټې یې خوندي ساتلې او د سیمې د هېوادونو اندېښنو ته یې هېڅ ډول ځواب ونه وایه .

  په دغه بهیر کې افغان سیاستوالو هم داسې لاره غوره نه شوه کړی، چې هغه دې د سیمې هېوادونو لپاره قانع کونکي و اوسي او افغان دولت دې د سیاسي متحدینو تر څنګ د سیمې له هېوادونو سره هم په روابطو کې خپل انډول وساتلی شي، ځکه خو د رقابت خبره په نوې بڼه رامنځته شوه .

    د روسیي او پاکستاني فوځیانو ګډ فوځي تمرینات او د روسیي جنرالانو لیدنې د قبایلي سیمو څخه هغه څه دي، چې د افغان روس په جګړې کې به امریکایي جنرالانو او استخباراتي کړیو له دغې سیمې څخه لیدنې کولې او خپل پلانونه به یې د روسیې د ماتولو لپاره له پاکستاني لورو سره شریکول .

  نن هم د روسیې کړنې همغه وضعیت ته ورته دي، روسیه په دې عقيده ده، امریکایانو چې په ښکاره ډول کوم شعارونه ورکول او هغه یې افغانستان ته د راتګ اساسي عوامل ګڼل هغه نه له منځه تللي او نه هم په کې کموالی راغلی، بلکه هغه لا هم پیاوړي شوي او هم یې نا امنییي زیږولې ده، چې له هغې ډلې نه د مخدره توکو کښت او قاچاق، د دوی په اند د تروریستي ډلو شتون او د سیمې هېوادونه تر خپل کنترول لاندې ساتل .

   که د ننۍ روسیې څرګندونې او د پاکستان سره ګډ فکري بهیر ته یې زیر شو، نو روسیه کټ مټ د همغې لارې غوره کېدو په حال کې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو د روسیې پر وړاندې د ۱۹۷۹ ز لسیزې  په اوږدو کې غوره کړې وه .

  افغان دولت په دغسې نازکو شرایطو کې د دې مسولیت لري، چې داسې پالیسې غوره کړي، تر څو هېواد د سیمې او نړۍ د هېوادونو د سیالۍ په ډګر بدل نه شي، افغان دولت باید د سیمې د هېوادونو په وړاندې خپله ښکاره پالیسي ولري او هغوی په دې ډاډه کړي، چې هېڅ کله به له دې خاورې داسې فعالیت او داسې کړنې تر سره نشي، چې سیمې د هېوادونو ملي ګتې وګواښي، افغان دولت باید په عمل کې د سیمې هېوادونو ته دا ثابته کړي، چې دوی د سیمې هېوادونو سره په اړیکو کې د غوره او نیکو اړیکو غوښتونکي دي، د دې تر څنګ باید افغان دولت د سیمې هېوادونو هغو  پوښتنوته ځواب ووایي، چې دوی یې اندېښمن کړي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *