د افغان چوغکې فریاد
که جګړو ستاسې کورونه وران کړل، زمونږ یې په ځنګل کې ځالې وسوځولې.
که د بم پارچې ستاسې د اولادونو له سېنې ووتې، غږ یې زمونږ په هګیو کې د تنکیو چېچکو زړونه چاود کړل.
که د بم او توپ وچ غږ ستاسې اولادونه په چېغو له خوب راوېښ کړل، زمونږ هغه بچې یې هم له ځالو راوغورځول، چې لا یې سترګې نه وې خلاصې شوې.
همدا ناورین له مونږ او تاسې یو ډول قرباني اخلي خو په دې توپیر چې د یو او بل غم نشو درک کولی.
ټول د یوې خاورې او یوې هوا څخه دانه خورو، د دې وطن قحطۍ او وچکالۍ زمونږ هم یادې دي.
خو اوس په مونږ نوی مصیبت راغلی، دا له پخوانیو سره په توپیر کې دی.
دا ځل تاسې نه یواځې ننداره کوئ، بلکه زمونږ د قاتلینو کوربانه یئ.
دا میلمانه عرب شهزادګان دي!
د مستۍ او عیاشۍ په بستر را لوی شوي د شیخانو زامن، د خپلو شاهي بازانو په بې رحمه پنجو مونږ ښکار کوي.
دوی د خپل شهواني ځواک، مستي او جنون زمونږ په ناتوانه او کمزوري وجود کې لټوي.
د خدای لپاره مونږ وژغورئ، ستاسې دا طبیعي چاپیریال په مونږ ښکلی دی.

ببرک دروېش ۲۰۱۷ جنوري پنځمه/ کابل

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *