هارون سمون
د پرلت غږ یو عجیبه راپارونکی ښکلی خوندور غږ دی. ددې غږ مینه اوس د هر افغان په رګ رګ کې ننوتي ده. زه د افغانستان له ټولو ویښو او روښان فکره ځوانانو هیله لرم چې پرلتونو ته زور ورکړي دا غږ بریالی غږ دی، په مرسته به یې سل په سلو کې سوله راځي دغه راز به پښتون له پنجابک خپل حق اخلي. یوازې دومره په کار ده، چې د پرلتونو ملاتړ په بشپړ اخلاص او ژمنتیا سره وکړو؛ تر څو راتلونکې سوله ژر راولو. له پرلتونو ملاتړ به پنځه کاله وروسته راتلونکې سوله میاشتو او کال ته راولي. د پرلتونو پدې مقدس غږ کې مینه، ورورولي، منظورولي، حق غوښتنه او سوله پالل کېږي. د افغانستان هر وګړی دې پرته له شکه ورسره یو ځای شي. د پرلتونو ملګري نو څه غواړي خو د کړېدلو، ځورېدلو دربدرد خاک به سر ولسونو انساني حقوق او سوله غواړي.
هلئ پاتې نشئ پرلتونو ته کمپاین وکړئ، په خپل یا هر ولایت کې د پرلت لپاره هڅې وکړئ، ملکرو سره بحث وکړئ، څو ځوانان راټول شئ له نورو سره وغږېږئ او خیمه ودروئ. دا کار به له هېواد سره ستاسو مینه ډېره کړي او د راتلونکې سولې اتلان به یاست. تاریخ به درباندې وویاړي. څلوېشت کلن بحران ته به د پای ټکی کېږدئ. وجداناً به ټول عمر خوشحاله وئ او راتلونکی نسل به په تاسو درودونه او رحمتونه وايي. وطن ورانوونکي خاینین مشران به درته ګوته په غاښ شي. نړۍ به حیرانه شي یو ښکلی ودان افغانستان به د پرمختګ پر لور ګړندي ګامونه پیل کړي ورور ورو به له نړۍ سره سیالي پیل کړي.
د نجات لاره همدا لاره ده، چې موږ سوله راولو له مشرانو شړېدلې ده. ذهنونه مو پاک کړئ، ان شاءالله پرلت کې به هر ملي ارزښت ته درناوی کېږي، ملګري به په ډېره مینه روان وي، تندلاري او وحشیانه فکرونه ان شاءالله دې کې نشته دي، ځکه چې پدې کې ملي ګرایي پالل کېږي او د ډول ډول اېډیالوژیو کسان د یوه غږ تر چتر لاندې چې هغه د سولې او افغان ژغورنې غږ دی راټول شوي دي؛ نو پاتې نشئ.
د ګل ګلزار افغانستان په هیله.