تاند- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریالې الیسا جې. روبین په افغانستان کې د ښځو د ژوند په اړه د راپور جوړولو په خاطر د پولیتزر جایزه وګټله.

الیسا روبین ته، چې په پاریس کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دفتر مشره هم ده، پرون /دوشنبه/ د پولیتزر معتبره جایزه ورکړای شوه.

2په افغانستان کې د ښځینه پولیسو او د فرخندې د وژلو په اړه د اغلې روبین راپورونو د پولیتزر جایزې په ترلاسه کولو کې مهم رول درلود.

دا جایزه په نړۍ کې د ادبي اثاروغوره لیکوالو او ژورنالیستانو ته ورکول کېږي.

د پولیتزر هر ګټونکي ته ۱۰زره ډالره هم ورکول کېږي.

2د افغان ښځینه پولیسو په اړه د روبین راپور د افغانستان د واقعیتونو او د لوېدیځ د ایډیالونو ترمنځ ټکر بیانوي.

په راپور کې دا تصویر ورکول شوی چې د افغانستان په شان په خورا محافظه کاره ټولنه کې د ښځینه پولیسو ګومارل ډېر ځلي اپوټه (معکوس) نتیجه هم لرلی شي.

روبین له درو لسیزو راهیسی خبریالي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *