د افغانستان کرکټ په نړیواله کچه د غوره لاسته راوړنو له کبله د لیوریس نړیواله کلنۍ د سپورتي روحي جایزه تر لاسه کړه
د افغانستان کرکټ ته د سپورتونو لپاره ځانګړي شوي د جوایزو په ستر پروګرام کې چې د نړۍ ټولو سپورتي ادارو ونډه اخیستې وه، د کال غوره کرکټ ادارې او لوبډلې جایزه ورکړل شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد دغه جایزه د سټیوا او کپل ډیف له لوري تر لاسه کړه. دغه جایزه چې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د ملي لوبډلې ۶ پرله پسې بریالیتوبونو او دریو نړیوالو جامونو ته د ملي او ملي نولس کلنې لوبډلې لار موندنې پر بنسټ دغې ادارې ته ورکړل شوه، د ټول هیواد او هیوادوالو لپاره ویاړ دی.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د جایزې تر لاسه کولو پر مهال د غونډې ګډونوالو ته داسې وویل، زموږ لپاره ستر ویاړ دی چې په نړیواله کچه دومره ستره جایزه ترلاسه کوو. زموږ په هیواد کې کرکټ د قومونو ترمنځ په ملي یووالي، سولې او ملي پیوستون ځانګړې اغیزه کړې. په دې وروستیو کې زموږ لاسته راوړنې زموږ د هڅونې باعث وګرځیدلې او د دغه سترې جایزې په ترلاسه کولو سره زموږ هوډ نور هم پیاوړی شو.
زه د لیوریس له محترمو چارواکو مننه کوم چې د افغانستان کرکټ پرمختګونو او د ملي لوبډلې لاسته راوړنو ته یې د قدر په سترګه ولیدل او دغه اداره یې په دومره ستر ویاړ ونازوله.