د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې پر وړاندې د تاریخي بریاو له ترلاسه کولو وروسته نن غرمه هیواد ته راورسیده.

د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې له لوبډلې د دولتي چارواکو، د مشرانو جرګې مشرتابه او غړو، د ولسي جرګې غړو، مدني ټولنو، د رسنیو همکارانو او زرګونو مینه والو لخوا د ملي لوبډلې تود هرکلی وشو.

د هرکلي په مراسمو کې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلم یار، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د کرکټ بورډ غړی حکمت خلیل کرزي، د چارو ادارې لومړي مرستیال نعمت الله سایر، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات، د ژوند تلویزیون موسس اسماعیل یون، د ملي شورا غړو، د کرکټ بورډ کارکونکو، ملي سوداګرو او د کرکټ زرګونه مینه والو ونډه درلودله.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د افغان ملي لوبډلې تاریخي لاسته راوړنه د هغو غوره پلانونو زیږنده وبلله چې دغې ادارې د ملي لوبډلې پراختیا لپاره طرحه او عملي کړي دي. نوموړي زمبابوې ته د افغان کرکټ ملي لوبډلې سفر یو ستر بریالیتوب وباله او ویې وییل چې ددغه سفر په ترڅ کې نه یوازې تاریخې لاسته راوړنې وشوې بلکه د راتلونکې لپاره غوره چمتووالی هم وشو.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلم یار د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې پر وړاندې د ملي لوبډلې سترې او تاریخي بریا ستاینه وکړه او د دغو ټولو لاسته راوړنو ترشا یې د کرکټ بورډ رول اغیزمن وباله.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د کرکټ بورډ غړي حکمت خلیل کرزي د ملي لوبډلې لاسته راوړنه د ټول ولس لاسته راوړنه وبلله او ویې وییل چې، د لوبډلې تاریخي شهکار د هغو هلوځلو پایله ده چې د کرکټ بورډ اداره یې ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي ووییل چې، افغان اتلانو د نړۍ د کرکټ په تاریخ کې نه هیریدونکی ریکارډ جوړ کړ. نوموړي د ملي لوبډلې ستر تاریخي شهکار ستره ملي لاسته راونه وبلله او زیاته یې کړه چې، افغان لوبډلې د تاریخي ریکارډ په جوړولو سره نوی فصل پرانسته او نوې مرحلې ته داخله شوه.

په پای کې ملي لوبډله د کرکټ زرګونو مینه والو په ملتیا د الکوزي – کابل نړیوال کرکټ لوبغالي ته راغله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *