راپور:
د لوړو زده کړو له وزارت سره په ګډه کار چې د نا امنه او کمو پرمختللو ولایتونو او سیمو لپاره په کابل او جلال آباد ښارونو کې د اماه ګۍ یو کلن پوهنځي جوړ کړي. پدې پوهنځیو کې به هر کال ۴۰۰۰ محصلین په لیلیه ډول درس وایي او د همدهغه یو کلن پروګرام تر بریالي پای ته رسولو وروسته به مستقیماٌله کانکور ازموینې پرته مربوطه پوهنتونونو ته معرفي کیږي.
په پوهنه کې د عدالت او کیفیت لوړولو لپاره د یوې جامع طرحې جوړول او د پوهنې وزارت ته یې د بشپړولو او پلي کولو لپاره وړاندې کول. البته دغې ته ورته طرحې د ځینو ولایتونو والیانو ته هم ورکړل شوي دي.
د ۱۳۹۱ کال د کانکور د پایلو د بې توازنۍ د حل لپاره د ځینو نورو همکارو ټولنو سره په ګډه د لوړو زده کو له وزارت سره ګډ کار چې په نتیجه کې په دوهم ظرفیت کې پنځه زره او په دریم ظرفیت کې درې زره کسان لوړو زده کړو ته شامل شي.
په بهرنیو هیوادونو کې اتیا تنو زده کوونکو ته د زده کړو زمینې برابرول.
د څلورو پوهنتونو د استادانو د اتحادیې په تأسیس کې مرسته.
د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز په تأسیس او پر مخ بیولو کې مرسته.
د متخصیصینو شورا په تأسیس کې مرسته.
د نړۍ د غوره مفکر ډاکتر اشرف غنی احمدزي د لمانځغونډې په جوړلو کې له نورو ټولنو سره ګډون.
ورځنیو کارونو ته دوام ورکول: دافغانکلتوريټولنودګډېجرګېپههڅواوسپهکابلښارکېیو سلاو شل زرهزدهکوونکيپهخپلهمورنېژبهدرسوایي. جرګه دولایتونوسرهدکلتوريکارونوهماهنګۍ تنظیمولو ته هم دوام ورکوي(البتهدهغویپهکاروکېکومهمداخلهنهکويیوازېاړیکيورسرهساتياومتقابلمعلوماتشریکوي او مرسته سره کوي). د جرګې کارډله هرهاونۍمنظمې غونډېکوي. جرګې دسرشمیرنېددسیسېمخهونیوله. پهډیروقوانینوکېیېولسيجرګېسرهمرستهوکړهچېمليګټېاوملي هویتپکېخونديشي. پښتونړیوالکنفرانساونورېپهلسګونولويېعلمي – فرهنګي غونډېیېجوړېکړې. دپوهېاومعلوماتودشریکولویومنظمپروګرامچلوي. پهلسګونهکتابونهيېچاپکړلاونورډیرفعالیتونه چې ټول د جرګې په باب په یوه کوچني کتاب ګوتي کې چاپ شوي دي.
دجرګې په باب:
د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګهپه هېواد کې د کلتوري او علمي ټولنود همغږۍ یو مرکز دی. چې د افغانانو د کلتوري ـ ټولنیزو ستونزو د څیړلو، د هغو د سببونو موندلو او ورته د عملي او علمي حل لارو د پیدا کولو او عملي کولو لپاره د تېرو اوه کلونو راهیسې کار کوي. د جرګې کارډله هره اونۍ منظمې غونډې کوي چې پکې د تېرو کارونو کتنه کيږي او نوي دندې ویشل کیږي، همدا راز معلومات او تجربې سره شریکیږي.
جرګهدټولوده،کوممشرکشرنلري،هرڅوکچېهروختراشياونوښتاوکارتهاوږهورکړيدهماغهده. موږ د نوو او نوښتیزو فعالیتونو لپاره نوې مفکورې لرو خو د کادرونو له فعال ګډون پرته دغسې ګټور کارونه یوازې نه تر سره کیږې. نو ځکه په درنښت سره لهټولوورونو ـ خویندو غواړوچېراسرهمرستهوکړياوپههڅوکېموعمليبرخهواخلي.