ناټو نن د روان عیسوی کال په اته ویشتمه نیټه په افــغــانســتان کی خـپل جنګی ماموریـت رســمـأ پای ته رسوي، ناټو په افغانستان کی په داسي حال کی خپل ماموریت پای ته رسوی چې دا هیواد د تروریزم د جدي ستونزو اویو شمیر نوو ننګونو سره مخامخ دی.
په سیمه کی بدلیدونکي سیاسی حالت او په افغانستان کی د تیرو لسو میاشتو سیاسی بی ثباتی خلک د راتلونکی په اړه ډیر نا هیلي کړی دی.
پوره اته میاشتي د ټاکنو په سر سیاسی جنجال او د تیرو دری میاشتو را په دیخوا د ملی یووالی د حکومت داخلی ستونزی چې په ابتدایی حالت کی د کابینی د وزیرانو په سر شروع او تر اوسه هم روانې دي او په راتلونکی کې به د ولایاتو لپاره د والیانو په ټاکل کیدو او د مستقلو ریاستونو په سر لکه ستره محکمه، لویه څارنوالي، د ټاکنو خپلواک کمیسون، د بشر د حقونو خپلواک کمیسون او د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره او نورو په سر راولاړیږي هیواد به مو په طبعی شکل په یو بل بحران کی راګیر شی او حالت به دې ته اماده شی چي طالبان په ډیره اسانه د خلکو په منځ کی نفوذ وکړي او د حکومت د زوال سبب شی.
سره له دی چې یو شمیر ملی او نړیوال د راتلونکو پارلمانی ټاکنو د شفافیت په اړه په انديښنه کې دي خو زما په اند که حالات همداسی دوام وکړي نو د ولسي جرګې د انتخاباتو تر سره کیدل ممکین نه دی.
له بله طرفه د داعش او القاعده ډلو د بقا لپاره په راتلونکو څو لسیزو کې افغانستان او د پاکستان قبایلي سیمې ښه ستراتیژیک موقعت دی او د همدې هدف د لاسته راوړلو لپاره په خیبر پښتونخوا کې په ښوونځی برید، د نورستان ولایت د شرقي ولسوالیو د نیولو هڅه، په بدحشان کې زیږیدونکې نا امني او د کونړ ولایت د دانګام په ولسوالی وسلوال برید او د حکومت بې کفایتي چې و نه توانیدل په خپل وخت لازیمه مرسته د دانګام د ولسوالۍ ملکی خلکو ته چې د طالبانو په ضد یې وسلې اخیستې وې ورسوي.
په دې توګه ټول هاغه ولسونه چې دې ته اماده وو چې د طالبانو یا په بله اصطلاح د تروریستانو په ضد وسلوال پاڅون وکړي نو حتمآ به د دانګام د ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو په حال فکر کوي او په دې شکل به د داسی پاڅونونو ډډه کوي.
په دانګام کې چې څه کیږي او یا وشول تر هاغه څه ډیر پیچلي او مغلق او ستراتیژیک وو چې موږ او تاسی یې په اړه فکر کولای شو او یا یې ګورو. ولسمشر پوتین د ډله ییز امنیت د تړون سازمان د هیوادونو په غونډه کی وویل چې نوموړی د افغانستان د راتلونکي په اړه اندیښمن دی او د نوموړي سازمان په غړو هیوادونو یې غږ وکړ چې په افغانستان کې د هر ډول ناوړه حالاتو لپاره باید اماده اوسي.
ښاغلی پوتین وویل چې افغانستان سره نږدې همکاري باید د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د پام مرکزي ټکي وي او زیاته یې کړه چې د ناټو د ماموریت له ختمیدو سره افغانستان او سیمې ته جدی ګواښونه متوجه کیدلی شي چې په وړاندی یې باید بې فکره و نه اوسو. په خیبر پښتونحوا کې په ښوونځي تروریستي برید د ډیرو پاکستاني شنونکو په وینا د امریکا د ناین ایلون (۱۱ د سیپتمبر) د پیښې نه کم نه وو، د ولسمشر غنی د سفر په مهال د پاکستان امنیتی چارواکو او رهبرۍ د پاکستانی طالبانو ملا فضل الله او د پاکستان او افغانستان لپاره د داعش نوی نومول شوی مشر ښاغلی مولوي عبدالرحیم مسلم دوست چې د ننګرهار ولایت د کوټ د ولسوالی اوسیدونکی دی د سپارلو او نیولو غوښتنه شوې.
په ختیځ ، جنوب ختیځ ، سهیل او سهیل ختیځ کی جګړه د کلیو او بانډو نه لویو ښارونو ته او د مرکز نه د هیواد شمال ته ښه زیری نه دي. د امریکا د دفاع د خارجه چارو د وزیر څرګندونی چه امریکایان به نور د طالبانو مشر ملا محمد عمر او نور طالبان نه په نښه کوی هاغه سوالونه دی چې هیوادوال یی باید په اړوه اندیښمن و اوسی. امریکا او متحدین یی ښه پوهیږي چه د افغان امنیتی ځواکونه د وسایلو او کمیت له لحاظه بسنه نه کوی خو له دې سره سره امریکا د افغانستان څخه خپل وسایط اوکراین ته استوي.
ډیري افغانان د امریکا د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو ګیله من دی چه ګندی د افغان امنیتی ځواکونو په تجهیز او روزنه کی یی ډیره ناغیړی کړی ده، چې د حقیقت نه لری هم نه ده.
له بله طرفه د پاکستاني استخباراتو اداره پوښتنه کوي چې طالبانو ته څوک پـیسـي ورکوي ؟ دا هاغه څه دی چي د تیرو دیارلسو کلونو راهیسی یی افغانان د ځواب په طمه دی او ډیري یې ګومان کوی چې پاکستان په سیمه کی یوازینی هیواد دی چې طالبانو ته پنا، پیسې او نور اړینې مرستې ورکوی چې ښه بیلګې یې د پیښور او کویټې شوراګانو موجودیت او د پولې ها غاړه د ډیرو طالبانو کوربه توب دی.
په ختیځ کی اکثرا ولسوالی داسی دي چې چارواکي یی یواځی د ولسوالی په داخل کی اوسیږي او لري پرتو سیمو ته تګ راتګ نه شی کولای، دوی تل په څار کی وي چې کله به د ملی اردو او یا هم امریکایی هلی کوپتر ورځې تر څو دوی د خپلو اولادونو د لیدلو لپاره ښار ته راشي.
ښه بیلګي یی په ننګرهار ولایت کی د شیرزادو، حصارک، پچیر او اګام او په نورستان کی د کامدیش، برګمټال او د دواب ولسوالي دی. دلته په ختیځ کی جګړه د ولسوالیو او لیری پرتو سیمو نه د ښارونو منځ ته راغلی، شنونکی باور لری چې د امریکا د ډرون د زیاتیدونکی بریدونو له امله او همدا راز د پاکستان او افغانستان د اړیکو نوی باب طالبان دی ته اړ کړل چه لیری پرتې سیمې پریږدی او ښارونو ته مخه وکړی.
دوی په اسانی سره د ښاری ګڼه ګوڼی او د افغان امنیتی ځواکونو او همدا راز د هیواد د سیاسی بی بندوباری د موجودیت نه په استفاده د چسپکی بمونو او نورو ډول ډول تروریستی پيښو په سازمان ورکولو کی موافق دی او تقریبآ هره ورځ مونږ او تاسی د هیواد د پلازمینې واخله تر لویو ښارونو لکه ننګرهار، کندهار، خوست ، هلمند او هرات کی هره ورځ د یو نه واخله تر څو پیښو شاهیدان یو. هره ورځ په لسګونه بی ګنا افغانان مری.
په اقتصادی عرصه کی د کار نه شتون، د پرمختیایی پروژو نه موجودیت ، په اداره کی فساد او د تیرو دیارلسو کلونو د نسبی لاسته راوړنو د ساتلو لپاره د یو منظم پلان نه شتون یې نور هاغه عوامل دی چې ولسونه له خپل حکومت نه لېري کېږي او راتلونکی ناهیلی کوی.
په هیواد کی د سولی او ټیکاو په هیله ډاکتر حکمت سیال