افلاطون

که له تاسو پوښتنه وکړو چې د افلاطون او هیټلر توپیر څه دی؟ تاسي ټول حیرانیږئ. چې بیا پوښتنه وکړو چې ولي حیران شولئ، ستاسو ځواب به یو ډول نه وي، ځینې به وايي چې پوښتنه دي لږ واضح کړه؟

یو مثال راوړو:

فرض کړئ که د داستایوفسکې ناول (قمارباز) سلو د مختلفو هنرونو خاوندانو ته ورکړو او چې ویې لولې نو بیا له هر یوه جلا- جلا پوښتنه وکړو چې د دې ناول ارزښت څه دی؟

ځوابونه چې راکوي هم به ورته والی ولري او هم توپیر، همدا توپیرونه دي چې انسان حیرانوي، همدا توپیرونه دي چې د انسانانو توپیر په معلومیږي.

دا مثال د هیټلر او افلاطون له مقایسې سره څه تړاو لري؟ تړاو یې دا دی چې دا دوه له هغو سترو کسانو څخه دي چې د یوې ( ښې دنیا ) او خوشبختۍ لپاره یې د ( انسانولۍ ) نسخې ولیکلې.

لومړی چې یونانی وو، خپله نسخه یې ۲۳۹۰ کاله مخکې ولیکله او نوم یې جمهوریت پر کښېښود او د عدالت، شجاعت، حکمت، او په ټولنه یا فرد کې یې د اعتدال په باره کې خبري لري او دا چې څنګه ښه ژوند وکړو؟ ښه ټولنه کوم – کوم خصوصیات باید ولري؟ چاته ښه انسان ویلای شو؟ او داسي نور…

دویم چې جرمنۍ وو، نسخه یې ۸۰- یا ۷۰ کلونه مخکې یعني۲۳۱۰ کلونه وروسته د لومړني څخه ولیکله او نوم یې وو( زما جنګ ) او داسي څه پکښې دي چې څنګه د خدای آسمان سوری شو، او دا نړیوال رهبر له دا سوري څخه جرمنی ته را ولوېد او اوس څنګه غواړي چې جرمنی د عالم مرکز کړي او عالم د جرمني په امپراتوری کې راولي او بشریت پاک او ریښتینی کړي.

هغه لومړني چې نه یې د سیاست لپاره سر درد کاوه او نه یې زړه د قدرت لپاره ټوپونه وهل، خپله فلسفه یې ولیکله او فکر یې راحت سو او له خپلو دوستانو سره ولاړی په اتن کې یې د ارام ساه واخیسته او خلاص او بس.

خو یو ځلي یې ولیدل چې د شاګردانو څخه یې د ( ډیون ) په نوم چې د ( سیراکیوز ) د سیمې دیکتاتور ( ډیونیسوس ) سلاکار ټاکل سوي وو او افلاطون ته بلنلیک ور واستاوه چې راسي خپل جمهوریت دلته عملي کړي.

افلاطون خپله نسخه په کڅوړه کې واچوله او د سیراکیوز ښار ته ولاړ چې وګوري قضیه څه ډول ده.

دیکتاتور د خپل سلاکار( ډیون ) په توصیه افلاطون ته ښه راغلاست ووایه او خبرو ته کښېناست، خو یو ځلي د افلاطون پام سو چې چیري راغلی دی او شاوخوا یې څوک دي او پر ( ډیونیسوس ) دیکتاتور باندي يې په نیوکو شروع وکړه، دیکتاتور چې د داسي سپکاوي انتظار نه درلود، سخت په غوسه سو او امر يې وکړ چې ویې باسئ، خو د وژلو څخه يې معاف کړ، په ښار کې یې د غلام په توګه خرڅ کړ او په دې ډول له مرګه خلاص سو.

د دي حکایت څخه کولای سو، چې په دې ډول نتیجه واخلو چې افلاطون او هیټلر د بشریت د خوشبختۍ لپاره په خوب لیدو کې بې ورته والي نه ول خو په دغه لوی تفاوت سره چې افلاطونانو خپل قلمونه پر ځمکه پرېنښودل چې توره واخلي، ولاړسي خپله ټوله فلسفه عملي او ثابته کړي خو هیټلرانو همغه ډول پر توره لاس کښېښود او هیڅ وخت یې له خپلو ناکامیانو څخه عبرت وانه خیست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *