دا ځل سید شکرالدین آغا د خپل ملنګ په خوله ور وغوښتم ـ دا نو د آغا صاحب خورا نژدې او باوري مرید دی. د امیر جان ملنګ په وینا باید سملاسي د آغا صاحب په حضور مشرف شم.
آغا صاحب په مهمو چارو کې پر موبایل باور نشي کړای چې بوسه به پیغام نمی شه! څه باور امریکا په دغه څو سانتي آله کې داسې بلا لګولې وي، چې د هرې خبرې که څه هم په اشاره، کنایه او شفر کې وي درک لګوي… ځکه خو آغا صاحب د کوټې پر ځای تر پنجه چنار لاندې غالۍ غوړولې وه.
آغا صاحب یو لست برابر کړی چې همدا نن باید (ولایت) ته مخابره شي، خو پام چې امریکا ته یې پته ونه لګي، چې پر امریکا له سره باور نشوای کېدای، پیرنګي پخې خښتي دي، د نړۍ پاچاهي یې لیدلې، د امریکا په څېر لنډ پاری نادیده نه دی.
لست کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د یو درجن کاندیدانو نومونه راغلي، چې دی یې طبي او رواني معاینات اړین ګڼي.
درجن زموږ هېواد کې شپږ او پاکستان کې دولس دی، په دې توګه ښایي د درجن وضاحت په عدد سره شوی وای چې رامنځته شوی ابهام له منځه تللی وای.
خو آغا صاحب یې ابهام نه ګڼي، سیاست او دیپلوماسي ورته وایي، چې له څه مودې زموږ سرکاري پالیسي پر همدغه لیکه غزېدلې، چې د درجن شمېر د شپږو او دوولسو ترمنځ لالهانده او ورک دی.
ځکه خو دلته د عدد پرځای درجن مناسب ښکاري، چې د طبي کتنو وړ کاندیدانو کره شمېر پټ پاتې وي…
د آغا صاحب په اند طبي کتنې ښایي په عادي او کمپیوټري دواړو طریقو ترسره شي، لابراتواري معاینات هم اړین دي. دې کې د وینې له بېلابېلو کتنو سربېره د غټو، وړو بولو معاینه هم ضروري نه چې حتمي ښوول شوې، چې دغه جراثیم له وینې زیات غایطه موادو کې برسېره کېدای شي، چې آخر مکروب له کومې لارې، څرنګه د دوی مغزو ته ننوتلی او څومره ژر یې په دغسې چټکۍ د ودې مخه موندلې ده.
د دغه یو درجن کاندیدانو د نوماندۍ د پرېکړې څرنګوالی هم ښایي په ډاګه کړای شي، چې له مغزو راوتلې که له ګېډې او کولمو؟ دې کې د ځینو نوعیت وار له مخه څرګند دی، چې پرېکړه سیده له ګېډې او کولمو هغه هم له غټې کولمې راوتلې، ځکه خو یې بوی د ټاکنو کمېسیون په سر اخیستی، نور صاحب ماسک لګولی…
دا به هم څرګنده شي چې دغه یو درجن کاندیدانو کوم خوب لیدلی، څه یې خوړلي چې نه یې شي هضمولی، سر پیاز، که بیخ پیاز…؟
آغا صاحب دغه یو درجن کاندیدان روغ نشي ګڼلای، د دوی ناروغي روحي، جسمي او جنسي ټولې کېدای شي، خطرناکه دا چې دغسې ناروغي ساري خېژي او په خورا سرعت خپرېږي…
جنسي په دې چې د دوی یو شمېر له خپلو میرمنو تنګ دي، که په دغه نوماندۍ پخپلو میرمنو رعب وغورځوي او له شره یې د څه وخت لپاره ځانونه وژغوري.
خو ډېری یې عصبي رنځوران ختلی شي، یا به پیریانو نیولي وي یا به یې عقل او شعور کومه صدمه لیدلې وي، چې د اقتدار پیریان خورا ګواښنده راوځي ـ د (سټیوکول) په وینا، افغانستان کې هسې هم له مودو د پیریانو جګړه غزېدلې.
آغا صاحب د اقتدار له پیریانو د اقتدار کوخک خطرناک ګڼي ـ دا یو درجن په باور سره چې د اقتدار کوخکو چیچلي، چې د اقتدار پیریان دومره ساده یا بېسده نه دي چې هر للو له پنجو ونیسي…
خو د اقتدار کوخک دې ته نه ګوري، د واره چک لګوي، هغه دی چې یو درجن یې د ولسمشرۍ ټاکنو ته په کونو درولي دي.
که څه هم عادي کوخکو ته دوه درې څاڅکي ډیزل کافي شافي دي، خو د اقتدار کوخک د بواسیرو په څېر اپرېشن پرته نشي قابو کېدای…
د آغا صاحب په وینا، د اقتدار پیریان په خط کې کیسو کولو غلي کېدای او په دم تاویز یې تبه او خارښ کرارېدای شي، خو د اقتدار کوخک یواځې د ولایت لابراتوارونه قابو کولای شي.
ګران شهرت ننګیال ته به تر هر څه د مخه ددې پاڼې پرمخ ستړي مشی ووایم له ډیرې مودې راهیسې مې ندی لیدلی دستړې ځوانۍ ډیرې شپې مو په یوه دفتر کښې وظیفه لرله خو د ژوندانه د سړو تودو په راتلو سره جلا شوو که څرنګه چې شهرت صاحب د سیاست په ارت او خړ دریاب کښې ورګډ شو بیا د طالبانو په وخت کښې یې هم په بله بڼه لوبې پیل کړې او جهادي مشرانو ته به یی سپورې ستغې کولې او ځان یې د شریعت ورځپاڼې په دین مین فرهنګیال ګاڼه څومره وروسته بیا خبر شوم چې چې باز یې په سر کښیناست او د فرهنګي بیریانو په وزرونو ښکلې اروپا ته ولاړ ما دا سوچ کاوه چې ګوندې پخه سټه ترینه جوړه شي او په راتلونکي کښې د وران وطن لپاره د یوه زخم پټۍ شي خبر نه وم چې شهرت صاحب په متمدنه نړۍ کښې د دومره ارتې او لوڅې ترمینالوژۍ کورسونو کښې زده کړیده چې د وخت د مجاهد ورځپڼې او دهغه وروسته دشریعت د معتبر اخبار هغه کلمې او جملې یې ټول د یاده وتلي دي او د داسې یوې شرمناکه عنوان یې لیکلی دی چې زه پرې شرمیږم. د اقتدار د واکمنو د ټکولو لپاره نورې کلمې او جملې هم وې خو زه نه پوهیږم چې د کوخک د کلمې سره ستاسو ذهني تړاو د کومه وخته پیدا شویدی. کاشکي په هغه زیړه هندوستاني پګړۍ کښې مې نه وای لیدلای. که لږنوره وده وکړی ښایي تر دې نه لا زیات بې ستره او بې پردې څه ولیکی په دې هیله چې یو ځل دې پخوني کلکسیونونه وګورې او داسې څه ولیکي چې ستاسو بخوني انډیوالان یې په لیدلو او لوستلو خوښ شي.