حمیدالله فیضي ||

د هیوادونو د اقتصادی پرمختګ لپاره تر ټولو غوره معیار د مؤلده یا تولیدوونکې پانګونه ده، چې دغه پانګه اچونه په دوو برخو ویشل کېږي: غیر مؤلده پانګونه او مؤلده پانګونه.

په هغه پانګونه کې چې یوازې مصرفي توکي تولیدیږي هغې ته غیر مؤلده پانګونه یا هم مصرفي توکو کې پانګه اچونه ویل کېږي، خو په هغو تولیدي واحدونو کې چې په هغې کې داسې توکي تولیديږي چې په مرسته یې نور توکي تولید شي او یا هم د نورو توکو په تولید کې ورځینې ګټه اخیستل کېږي، لکه د ماشین آلاتو او وسایلو تولیدوونکی (مؤلده) بڼه لري، چې ورته زیربنایي صنعتي تاسیسات هم ویل کیږي.

په پرمختللو هېوادونو کې ډیرۍ پانګونه تولیدوونکې او مؤلده وي، خو په وروسته پاتې یا د پرمختګ په حال کې هېوادونو کې ډیرۍ پانګه اچونې غیر مؤلده وي چې د وخت په تېریدو او د اقتصادي پرمختګونو په رامنځته کیدا سره بیا دا پانګه اچونې په تولیدوي یا مؤلدې پانګې اچونې بدلون مومي.

که په دې ځای کې لږ په افغانستان هم تم شو چې د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې تردې مهاله پکې پانګې اچونې غیرې مؤلدې دي او دهغې کچه هم اوس کمه ده او هڅه کېږي چې دا په مؤلدې او بنسټیزو پانګې اچونې واوړي، څو افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې راشي چې له لګښتي هېوادونو په صنعتي هېوادونو بدل شي.

داچې د پرمختللو هېوادونو په بڼه، بربنډیدل کومو شرایطو برابرولو لپاره اړتیا لري، پکار ده په لاندې کرښو کې پرې په بشپړو تفصیلاتو خبرې وکړو.

۱.سیاسی او امنیتی ثبات:

د هېواد شته وضعیت ته په کتو سره مؤلدې پانګونې لپاره تر ټولو مهم او لومړنی شرط سیاسي او امنیتي ثبات دی چې پرته له سیاسي او امنیتي ثبات څخه د پانګه اچونکو او پانګې اچونې راجلبول ستونزمن دي.

د پانګې اچونې لپاره باید بشپړ امنیت تامین او نا امنۍ تشې له منځه ولاړې شي، ځکه پرته له امنیت  څخه پانګه اچونکې خپلې پانګې په خطر کې ویني او نه غواړي په هغو هېوادونو کې چې امنیتي او سیاسي ثبات ونه لري، پانګه اچونه وکړي. د افغانستان امنیتي حالت ته په کتو ځینې وختونه پانګې په تیښته کې کېږي، ځکه پانګه اچونکي امنیتي او سیاسي ثبات ته ډیره پاملرنه کوي او په هغه صورت کې چې دا ثبات موجود نه وي، بهرني پانګه وال خو لا پرځای پریږده، کورني پانګه وال هم زړه نه ښه کوي چې پانګه اچونه وکړي. د پانګې اچونې د جلب او غیر مؤلده په مؤلده پانګه اچونې بدلون امنیتي او سیاسي ثبات ته کلکه اړتیا لري او دولتونه اړ دي چې د نړیوالو په مرسته د امنیتي او سیاسي ثبات په رامنځته کیدا کې له هیڅ راز هڅو او هاندونو څخه ډډه ونکړي.

۲. د انرژۍ شتون:

له امنیت څخه وروسته د دې لپاره چې بنسټیز تاسیسات جوړ شي او د پرمختګ لپاره لاره هواره شي، بریښنایي انرژۍ ته اړتیا ده بریښنایې انرژۍ د بنسټیزو تاسیساتو او تولیدي سرچینو د رامنځته کولو لپاره د غذا او روح حیثیت لري، چې پرته لدې بیا د تولید رامنځه کول ستونزمن دي. افغانستان د بریښنایي انرژۍ بشپړې سرچینې لري، خو له بده مرغه هغه هم د سیاسي او امنیتي ثبات د نشتون له امله د ګاونډیو د خوراک ښکار شوي او یا هم پرخپل ځای پاتې دي چې لاهم ترې ګټه نه پورته کېږي.

۳. ذخایر او لنډ مهاله پورونه:

له ذخایرو او پورونو څخه په پریمانه توګه ګټه اخیستل یو اقتصادي اصل دی چې له نیکه مرغه اوس مهال افغانستان د ۱۵ دولتي او غیر دولتي سوداګریزو بانګونو کور دی چې سوداګر کولای شي له پورونو څخه په ګټې اخیستنې سره خپل اقتصادي تولیدي چرخ په ځغاسته راولي او په کمه موده کې ډیر تولید وکړي. د افغانستان بانک د مرکزي بانک په توګه داسې مقررې او لایحې د سوداګریزو بانګونو لپاره جوړې کړې دي چې ورځ تر بلې د پورونو د ترلاسه کولو او د بانکي مشترکینو د ډیریدا لپاره آسانتیاوې رامنځته کوي.

د بهرنیو هېوادونو په مرستو تکیه، هېوادونه مصرفي عادت کوي چې د پرمختګ لپاره مفکورې ټکنۍ کوي، نو د افغانانو لپاره پکار ده چې د پرمختګ په موخه خپل بومي اقتصاد ته وده ورکړي او هغه چارې چې په افغانستان کې ترسره کیدلای شي د هغو لپاره لارې چارې برابرې او هغه لومړني توکي په خپل هېواد کې تولید کړي او د صادراتو څخه یې مخنیوی وشي.

د اقتصادي پرمختګ لپاره باید د مؤلدې پانګه اچونې لپاره کار وشي، له خپلو کورنیو ذخایرو ګټه پورته شي او د تولید لپاره یې لارې چارې برابرې شي او نړیوال پانګه وال هم وهڅیږي چې په افغانستان کې د تولید په موخه پانګې اچونې ترسره کړي. اقتصادي اصول او پرنسیپونه اجازه ورکوي چې یو هېواد چې د خامو توکوصادروونکی وي، خو ښه خبره داده چې دا اومه توکي په پخو تبدیل او د وسايیلو او پخو توکو په توګه نورو هېوادونو ته صادر شي.

۴. بنسټيز تاسیسات:

که هېوادونه غواړي چې اقتصادي پرمختګ ته ورسیږي د بنسټیزو تاسیساتو له جوړونې پرته اقتصادي پرمختګ ته رسیدل ناشونې دي. اقتصادي بنسټیزو تاسیساتو په ټولګه کې ترانسپورټي او مواصلاتي لارې، د پلونو او بندونو جوړول، د انرژۍ د سرچینو رامنځته کول،  زده کړه ایزو لومړنیو او عالي مرکزونو جوړول، د روغتیایي آسانتیاوو رامنځته کول او ځینې داسې نور تاسیسات چې د تولیدي سرچینو لپاره لارې چارې هواروي، رانغاړل کېږي. د دې بنسټیزو پروژو په عملي کولو سره د کار زمینه برابریږي، ځوانان د جرایمو پرځای په کار لګیا کېږي، اقتصادي پرمختګ او کلني عاید لوړیدو لپاره لارې چارې هواریږي او په کل کې اقتصادي وده رامنځته کیږي.

۵. غیر مؤلده پانګونه په مؤلده پانګونې بدلول:

اقتصادي پرمختللو هېوادونو تجربو ته په کتو هغه مهال وروسته پاتې او د پرمختیا په حال کې هېوادونه په پرمختیایې هېوادونو بدلېږي چې دهغوی لومړنۍ پانګې چې د لومړنیو توکو د تولید لپاره ترسره شوي وي د وخت په تېریدو سره دا غیر مؤلده پانګونه په مؤلدې پانګې اچونې واوړي. هرکله چې د هېوادونو لویې پانګې برخه مؤلده وي، نو هېوادونه په طبيعي توګه د اقتصادي پرمختګ په لور حرکت کوي او په کمه موده کې دا اوږد سفر چې په پرمختللو هېواودنو بدل شي، ترسره کوي.

دیادونې وړ ده چې د افغانستان دا هېله هم هغه مهال په حقیقت بدلیدلای شي او د پرمختللو اقتصادي هېوادونو ډګر ته ور ودانګي چې د پورتنیو موضوعاتو په پلي کیدو سره اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي او د يوه پرمختللي هېواد په توګه د نړۍ د هېوادونو په منځ کې ځان مطرح کړي، ځکه افغانستان د ۳ ترېلېون امریکایې ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې لري او د دې زیرمو په سپړلو سره افغانستان ډیر ژر خپلې موخې ته ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *