حمیدالله فیضي
د ملي یووالي دولت له جوړښت سره سم په هېواد کې د ځینې اقتصادي لویو پروژو چارو دوام پيدا کړ، ځینې بشپړې شوې او د ځینو نویو پروژو پلانونه جوړ او عملي شول چې ښې بیلګې یې د کاسا، ټاپي، سلما بند، د اقتصادي دهلیزونو پرانیسته، چابهار بندر، بریښنایې نورو بندونو جوړیدا او همدا ډول د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پرمختګ په موخه بېلابېلو تړونونو لاسلیک ته ګوته نیولای شو.
دولت په تېرو کلونو کې پردې بریالی شو چې د حکومت عاید کال په کال لس لس سلنه زیات کړي، خو بیا هم دغه زیاتیدونکی عاید د عادي او پراختیایې بودجې له ۶۳ سلنې څخه زیاته برخه نشي تمویل کولای او پاتې برخه یې د نړیوالو د مرستو په وسیله پوره کیږي.
نوي حکومت په دې وروستیو کې پرمخابراتو لس سلنه نوې مالیه هم ولګوله چې د حکومت عاید یي نور هم زیات کړ. نړیوالو بسپنه ورکوونکو پخوا هم دا ډول وړاندیزونه کول، چې افغان دولت باید خپل کورنی عاید زیات کړي، دولت هم د نړیوالو له غوښتنو سره سم او د عادي او انکشافي بودیجې د بشپړیدا په موخه د عوایدو د زیاتوالي لپاره بېلابېل پروګرامونه په لاره اچولي چې پایلې ښې دي.
دولت څو میاشتې وړاندې په کابل کې پر هټیوالو مالیه زیاته کړه، خو هټیوالو ډیر د دغې پریکړې پر خلاف لاریونونه وکړل او خپلې هټۍ یې وتړلې دولت له دې تجربې وروسته د مخابراتي شبکو له لارې د مالیې لګولو یوه داسې تګلاره غوره کړه چې خلک هم ونه پاروي او د دولت عاید هم لوړ کړي.
د ۱۳۹۴ د لومړۍ ربعې د ارقامو له مخې د افغانستان صادرات کابو ۶۱ سلنه زیات شول همدا ډول واردات بیا کم شول، خو د دې لوی لامل په نړیوال مارکیټ کې د افغانستان د بوټو د نرخ لوړیدل ول او دا پيداوار په هېواد کې زیات شوي ول، چې کال په کال د صادراتو لړۍ هم لوړیږي او هم بېلابېلو هېوادونو ته غځیږي.
اوس د دولتي چارواکو د ژمنو د پوره کیدو لپاره د افغانستان ولسمشرجلالتماٌب محمد ا شرف غني له اړوندو اقتصادي ادارو څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د صادراتو د زیاتیدا، د سوداګرۍ د پرمختګ، د اقتصاد د لوړیدا او د وارداتو د کمیدا په پار باید طرحې او پالیسۍ جوړې او د پلي کیدو لپاره یې دولتي اړوندو ارګانونو ته وړاندې کړي.
افغان دولت چارواکو هغه ژمنې چې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال له خلکو سره کړي دي ورځ تر بلې د عمل جامې آغوندي او افغان دولت هم هڅه کوي، چې د خلکو په دسترخوان کې بدلون راولي. که څه هم لږ څه نا امنۍ کچه لوړه شوه، خو د دوو کلونو په تېرېدو سره افغانستان د اوبو د بندونو مالک شو، په پاکستان د وارداتو اړتیا کمه شوه، د سیمې او ګاونډیو نورو هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي اړیکې پراخې شوې او آن ځینې اړین توکي چې یوازې له پاکستان څخه واردیدل، اوس د منځنۍ آسیا د هېوادونو ترڅنګ له هندوستان څخه هم واردیږي او دغه راز صادرات هم دغو هېوادونو ته ډیر شول.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سوداګرۍ له وزارت او نورو اړوندو ادارو او بنسټونو څخه غوښتنه کړې چې د مېوو او سبزیو د صادراتو لپاره طرحې جوړې کړي. دولتي چارواکي څرګندوي چې د قزاقستان او روسیې مارکېټونه د افغانستان د سبزیو او مېوو د خرڅلاو لپاره پرانیستې دي. ازبکستان له افغانستان سره د تعرفو په کمولو کې مرسته کوي او په خپلو پولو کې د مېوو او سبزیو د بسته بندۍ لپاره ځیني سیمې د دغه هېواد په واک کې ورکوي. سوداګري او ټرانزیت د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري او باید په دې برخه کې مهم ګامونه پورته شي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې د چارواکو د معلوماتو له مخې د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال په ترڅ کې کندهار څخه له ۲۰ زره ټنه څخه ډېر انګور بهر ته صادر شوي دي. د کندهار د انګورو د حاصلاتو کچه له ۵۰ زره ټنو څخه ډېره ده چې ۲۰ زره ټنه یې بهر ته صادر شوي دي او پاتې ۳۰ زرو ټنو انګورو یوه اندازه په کور دننه ولایتونو ته صادر شوي او یوه اندازه یې د وچې مېوې په توګه په ممیزو بدل شوي دي.
د مېوو د صادراتو په برخه کې یو بل پرمختګ د افغانستان- هند ترمنځ د هوایې دهلیزونو پرانیستل دي چې په دې سره د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې او افغان بزګر هم د افغان دولت له دې کار څخه خوښ بریښي او وایې چې افغاني محصولات اوس د هند په ډیریو ښارونو کې پیر او پلور ته وړاندې کیږي.
دیادونې وړ ده چې دا یوازې هند نه دی چې افغانستان هم د ځمکې له لارې او هم د هوا له لارې له دې هېوادونو سره راکړې او ورکړې لري د د ګاونډیو هېوادونو سر بېره افغانستان د منځۍ آسیا او ځینو نورو هېوادونو سره هم د سوداګریزو راکړو او ورکړو تړونونه لاسلیک کړل چې په دې سره افغان سوداګر اوس د نړۍ له ډیریو هېوادونو څخه صادرات او واردات لري.
اوس مهال د تازه مېوې، کمیابه کرنیز محصولات او لاسي صنایعو نږدې ټول صادرات د ځمکې له لارې پاکستان ته کېږي چې ډېره ګټه یې د دغه هېواد سوداګر وړي، ځکه هغوی د افغانستان مېوې، غالۍ او نور بوټي په خپل نوم نورو بهرنیو هېوادونو ته صادروي، چې وروسته له دې به دا کار ډیر ستونزمن وي. اوسمهال افغانستان خپلې تازه او وچې میوې د ځمکې او هوا له لارې د هندوستان سربېره منځنۍ آسیا هېوادونو ته صادروي چې بزګرانو په ژوند یې هم مثبت اغیز شیندلای دی.
افغان دولت ته پکار ده چې واقعا د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او همدا راز د افغانستان کاني کمیابه توکو لپاره په نړۍ کې بازار موندنه وکړي او داسې طرحې او پالیسۍ وړاندې کړي چې د افغانستان محصولات، لکه څنګه چې په نړۍ کې خپل ځای ځای ګی موندلی د نړۍ اړتیا ورته ډیره او دا محصولات په ټوله نړۍ کې په ښه بیه وپلورل شي.