فضل حق حقمل

لیکوال:  والت ویتمن روستو

د اقتصاد د تاریخ وتلی استاد

د ماساچوسیت د ټکنالوجۍ انستیتوت

    د کمبریج پوهنتون مطبعه

نېټه: ۱۹۶۰

ژباړه: فضل الحق *حقمل*

سريزه

دا علمي لیکنه د نړۍ د هېوادونو د اقتصادي پرمختیا او د ودې لاملونه د معاصر تاریخ واقیعتونو په رڼا  کې په هر اړخیزه توګه ارزولې او ډلبندي يې په پنځو پړاوونو باندې ویشلي دي. د ښاغلي روستو په اند، د نړۍ هر هېواد د دغو اقتصادي پرمختیا او ودې د پنځو پړاوونو څخه  یوه تجربه کړی او یا  به یې په راتلونکي کې تجربه کوي.

د یادولو وړ دی چې د دغه سند  ارزونې او موندنې  یوازې د اقتصاد د ښونځي له چشمې  وړاندې  او منعکوس شوي نو ځکه د نورو څېرنیز سندونو  په څیر، دلته هم یو شمېر نیمګړتېاوې شتون لري.

The Stages of Economic Growth

د اقتصادي پرمختیااو ودې پړاوونه

  1. دودیز یا سنتي ټولنه The Traditional Society
  2. د اقتصادي ټوپ پړاو نه مخکې  اړین چاپیریالThe Pre conditions for Take-off
  3. د اقتصادي ټوپ پړاو The Take- off
  4. اقتصادي  پوخوالی یاپر ځان بسیاینې ته د رسېدو پړاوThe Drive to Maturity
  5. د ټولییز مصرف پړاوThe age of High Mass-Consumption

    The Traditional Society

دودیز یا سنتي ټولنه

    سنتي ټولنه عبارت د هغه ټولنې څخه دی چې د اقتصاد  جورښت(محصول او ملي آخذه) یې  یوازې  د تولید پر څو محدودو   استنو ولاړه ده،  د پوهنې او روزنې چاپېریال یې لا هم  د نیوتن  د ساینس او تکنالوژیۍ  د را منځته کېدو  څخه د شاته پېرېو په څېر وي، او  همداراز  د نړۍ د فزیکي او طبیعي قوانینو پر وړاندې د وګړو په چلند کې وده نه په سترګو کېږي.  

د سنتي ټولنې  د ځانګړتیاوې څخه مو دا موخه نده چې  ټولنه په ټپه ولاړه ده ، بلکې دریځ دا دی چې سره د دې چې  صنعت، سوداګرۍ او په ځانګرې توګه کرنه (د بزګرو د پیداوار او پلورل)،  په داسې ټولنه کې د تولید اوعوایدو یوازینۍ سرچینه تشکيلوي، خو د پرمختګ لپاره یې دیوه پرانیستي او اټکل وړ چاپیریال ، بنسټونه،  زیربناوې او اسانتیاوې(پرته له یوه محدود کچې څخه)  ندي رامنځته شوي. له بلې خوا، د جګړې او سیاسي بی ثباتۍ شتون او پر کرنې باندې له حده  ډېره تکیه، طبقاتي ټولنیز جورښت ته لاره هوار کړې وي چه په ترڅ کې وګړې ځانونه برخلیک(څه چې له نیکه څخه پاتې دي، د لمسیانو لپاره کافي دي)  ته سپاري؛ د وګړو د ژوندانه او سترې سیاسي پریکړیې د ځمکې اربابانو ،ملکانو  او یا قومي مشرانو لخوا نیول کیږي. د دې سر بیړه،  ټولنه پدې  نه وي توانیدلې چې د وخت د علمي او تکنالوژۍ غوښتنو، او معیارونو سره ځان عیار کړي —یعني تجربه څرګنده کړې چې د سنتي ټولنې د ترقي مخه داسې یوه –تشه-  ډب کړی وي چي ډکول یې په منظمه توګه د ټولنیز سمون، په  سیاسي پوهنه او ارزښتونو کې وده، د اقتصادي پراختیا، روزنې او ظرفیت جوړونې له لارې تضمینېدای او ترسره  کېدای شي.
    

The Pre conditions for Take-off

د اقتصادي ټوپ پړاو نه مخکې اړین چاپیریال

په دې پړاو کې ټولنه د سنتي وضعیت څخه  دبدلون او غوړېدا په حال کې وي؛  یعني، د  ټولنې د اقتصادي خوځښت یا ټوب لپاره مناسبه فضار رامنځته شوې  وي،د ټولنې د پرمختګ پر لاره د شته  ګواښونه د شنډولو او همداراز  د ساینس او تکنالوژۍ څخه د ګتې اخستنې په موخه ګامونه پورته کېږي. د تاریخي پس نظره، په لویدیځ هېوادونو کې  دغه پړاو لپاره هغه  مهال مناسبه فضا رامنځته شوه چې  د ۱۷ پېړۍ په پاې او ۱۸ پېړۍ په پېل  کې  دوی  و کولای شو چې د ساینس او تکنالوژۍ په ډګر کې  داسې بې ساري لاسته راوړنې  ولري چې په ترڅ کې  یې کرنه او صنعت پراختیا وموندله او  نړیوال مارکیت او سیالۍ  ته  لاره هواره شوه— همداراز، په دغو هېوادونو کې برتانیا  چې د جغرافیې موقعیت ، د ځمکې لاندې زیرمې، سوادګریز، صنعت، ټولنیز او سیاسي جورښتنو  له نظره هم شتمن هېواد بلل کېده،  لومړی هیواد ؤ چې په هغه وخت کې دغه پړاوو ته ورسید.

همدا شان،یو شمېر دودیز ټولنې  وروسته له دې چې د پرمختتللو ټولنو تر  ثقافتي یرغل راغلې، وهڅول شوې چې دخپل ملي ارزښتونو  او ګټو  د خوندیتوب او  د برمختګ لپاره  او  په ځانګړې توګه د غه پړاو ته د رسېدو په موخه  د بدیل لاره په ګوته او پر یې رادبره شي.  لاندې بدلونونه د دغه پړاو  نورې ځانګړتیاوې  کې شاملېدای شي:

د سوداګړۍ، اقتصاد، صنعت، او  پانګونې د ودې لپاره  په بنسټیز ډول د ارزښتونو زنځیر او شبکې(بانکونو) رامنځته کېدل.

    The Take- off

د اقتصادي ټوپ پړاو

دلته پر دریم پړاو  چې د عصري ټولنو د آبادۍ او آرامۍ  مومنتیوم  لپاره  یوه ژوند بښونکي اصل او لامل ګڼل کېږي، غږېږو. دې پړاو  ته له رسېدو سره، په ټولنه کې د پرمختګ او ودې پر لاره ټول ښنډونه او ننګونې(خبيثه حلقی ځای نجیبه حلقی ته پرېږدي)  له منځه تللي وي. د تولید په وړیتاو ، سرچینو او بشري ځواک کې مؤثریت را منځته کیږي،همداراز،  د تکنالوژۍ  اسانتیاوو ته خورا  لا رسی لکبله، د ټولنې  د اقتصاد  تولید په بنسټیز ډول  د معیشتیی کرنې حالت څخه صنعتي او سوداګریز حالت ته وده مومي.

سربیړه پر دې ، د تولنې دا پړاو ته د رسېدو یو بل لامل د دغه بهېر څخه په ړڼه او اغېزمنه  توګه اداره  ده چې د یوه سالمې سیاسي کشر او مشرتابه لخوا ترسره کېږي.     

The Drive to Maturity

اقتصادي پوخوالی یا پرځان بسیاینې ته د رسېدو پړاو

دې پړاو کې  ټولنه په منظمه او ځخلنده  ټوګه د پراختیا او پرمختګ په حال کې وي(د ملي عوایدو ۱۰-۲۰ سلنه پانګې اچونې ته ځانګړې شوې وي) او  رامنځته شوی  اقتصاد  لاره برابروي ترڅو د ټولنې  د اقتصادي کړو وړو ټولې چارې او اړخونه  د عصري تکنالوژۍ پر مټ ترسره شي. همدا شان، د فني او تخنیکی په چارو کې د ودې لکبله، د زاړه صنعتی بنسټونو ځای ، د نویو صنعتونو لخوا ډکېږي—دبیلګې په توګه، د ریلګادو د پټلۍ ،د  ډبرو سکرو او اوسپنې د تولید پرځای، د برښناي ماشین آلاتو، او کیمیاوي موادو پر تولید تمرکز کېږي. د ټولنې اقتصاد په نړیوال اقتصاد کې ګدېږي: داخلي تولید ، د وارداتي  توکو ځای نیسي او همدارراز د ملي عوایدو  په رڼا کې، د وارداتو او صادراتو  نورې ارتیاوې په ګوته کیږي.

په ټولنه کې د اقتصاد او سوادګري ظرفیتونه او مهارتونه  دومره  په پړاخه او بنسټیزه کچه وده مومي چې په ترڅ کې نه یوازې دا چې  ټولنه کې ټول ټوکي تولیدېږي ، بلکې هر څه چې د ټولنې  غوښتنه وي ، هغه به هرو مرو تولیدوي.

جرمني، امریکا، برتانیا، او فرانسه هغه هېوادونه دي چې د نولسمې پېړۍ په پای کې له غه پړاو څخه بهر شول.

The age of High Mass-Consumption

د ټولییز مصرف پړاو

په دې پړاو کې  مخکښ سکتورونه  د مصرفوي غوښتنو ته په پوره پام سره، په کافي اندازه د توکو او خدماتو وړاندې کولو ته مخه کوي.

هغه ټولنه چې دغه پړاو ته رسېږي دو اصلونه  تجربه کوي:  په یو لاس ،د وګړو په فردي عاید کې داسې زیاتوالی رامنځته ګیږی چې لمخه یې خواړه، کالی، او  کور په شان اسانتیاوې ته لاس رسی پیدا کوي؛ او په بل لاس، بشري کاري ځواک لپاره یې د کار او کسب  پراخه ساحه او اوچت فرصتونه رامنځته کېږي.

د اقتصادي پرمختګ تر څنګ، ټولنه  د عصري تکنالوژۍ لا ودې او پراختیا ته د یو ستر ملي آرمان په سترګو ګوري او د ترلاسه کولو په موخه یې خپل هڅې لا ګړندۍ کوي. په همدغه پړاو کې، یو شمېر غربي هېوادونه   د سیاسي جریانونو او غوښتنو په ځواب کې، دا ومنله چې د بېوزلي د کممولو او د وګړو د لا خوندیتوب او سوکالۍ لپاره  باید  حکومت د وړیا مرستو(سوسیال) یو ځانګړې بودیجې ته تخصیص ورکړي.

له بلې خوا، د ټولنو دغه پړاو ته له رسېدو سره سمدستي،  د ګنډلو ماشین،بایسکل، او نور  هغه برېښناي ګاجټونه (ابزار) چې د کورنۍ اړتیاوې تشکیلوي  تولید  ودرېد او یا کمرنګه شول او ځایې موټرو یا نقلیه واسطې ډګ کړل—هغه پدیده چې خپل په ذات کې د یوه بې ساري پرمختګ په توګه، وکولای شو چې د خلکو په ټولنییز او اقتصادي ژوندانه کې د سترګو وړ مثبت بدلون رامنځته کړي.

امریکا دغه پړاو لومړی ځل د فورد کمپنۍ د اسمبلۍ یا تړلو لیکې  د رامنځته کېدوه سره سمدستي په ۱۹۱۳-۱۴ کالونو کې پیل او په قطعي ډول  ورته د ۱۹۴۶-۵۶  کالونو څخه وروسته ورسيد، جاپان او لویدیځ اروپاي هېوادونه   دغه  پړاو  ته په ۱۹۵۰ کلونو کې ننوتل.   

پایله

د پورته پړاونو څخه وروسته چې څه را پېښېدای شي او اړوند وړاندوینو او څرګندونو  د لوستولو  لپاره ، انګلیسيي نسخه  ته  مراجعه وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *