اقتصاد

دودونه هغه ټولنيز ارزښتونه دي چې د يوې ټولنې د معنوي كيفيت او څرنګوالي د پايښت بنـسټ جوړوي.دودونه او رواجونه كېداى شي ملي او يا هم نړيوال، مذهبي او يا هم غير مذهبي، ټولنيز او يا هم انفرادي وي خو خاصتا دودونه ډيرى ټولنيز اړخ لري،په هره ټولنه کې بېلابېل دودونه او رواجونه شتون لري چې ټولنپوهان ځينې د ټولنو په ګټه او ځينې بيا له بشري ژوند او اقتصادي حالاتو سره په ټکر کې بولي.

نن ورځ د افغانانو اکثريت دودونه او رواجونه په لګښت پالنه بدل شوي،د دې دودونو او رواجونو په لړ کې  کورنۍ په ډېره زياته اندازه لګښتونو ته غاړه ورکوي ،په افغاني ټولنه کې د ناوړه رواجونو شتون نه  يوازې د کورنيو او ټولنې اقتصاد له پښو غورځوي بلکې په لويه کچه د هېواد اقتصاد زيانمولی شي يا په بل عبارت ملي اقتصاد هم تر خپلې اغېزې لاندې راولي.

د ځينو څېړنو پر بنسټ افغانان په ځانګړي ډول پښتانه له ډېر پخوا راهيسي بېلابېل دودونه او رواجونه پالي،تاريخ او څېړنې ښيي چې دغه لړۍ آن له څلورو زرو کلونو راهيسې همداسې روانه ده.

بايد وويل شي چې دودونه او رواجونه له اقتصادي اړخه ډېر مهم بلل کيږي؛د اختر په ورځو کې د افغانانو رواجونه،اختريزې جوړې،په ودونو کې د افغانانو رواجونه (جګ ولور،په هوټلونو کې په خوړو، فلمبردارۍ، سندرغاړو ته د زياتو پيسو ورکول، نوروزي وړل او نورو غير اړينو ساحو کې اضافي لګښتونه، د آرايشګاه پيسې، د ګران بيه زېوراتو او تجملي توکو اخيستل، په کليوالو سيمو کې د خلعتي او پوښونو په نوم اضافي لګښتونه او نور، هغه څه دي چې ما د نورو ليکنو په لړ کې په تفصيلي ډول راسپړلي؛د حاجيانو د راتګ پر مهال ملاماتوونکي لګښتونه هم ناوړه رواج بلل شوی، په خيراتونو کې اضافي لګښتونه هم د پام وړ موضوع ده.

د کوچني اقتصاد له نظره که وکتل شي ناوړه دودونه او رواجونه د کورنيو د سپما ځواک کموي، د کورنيو د عوايدو کچه ورسره کميږي،کورنۍ د پيرلو ځواک له لاسه ورکوي،د کورنيو په تقاضا کې کمښت رامنځ ته کوي او له بله پلوه بېځايه لګښتونه د دې سبب ګرځي چې د وارداتو په کچه کې زياتوالی راشي.

د لوی اقتصاد له نظره ناوړه دودونه او اضافي لګښتونه له هېواد څخه بهر ته د اسعارو د لېږد،د انفلاسيون د کچې د لوړېډو، د ګمرکي محصول د زياتېدو، د دولت د مالياتو د زياتوالي، د ملي عوايدو د کمښت همدارنګه په غير اړينو سيمو کې د بېځايه لګښتونو د رامنځ ته کېډو سبب کيږي.

له ګډونوالو سره  زموږ د مرکو او پوښتنپاڼو په  مرسته څرګنده شوه چې په ټولنه کې ناوړه دودونه د دې سبب ګرځيدلي چې د کورنيو اقتصاد سخت زيانمن کړي.

څېړنه ښيي چې د رسنيو  ځينې اعلانات او اشتهارات هم په ټولنه کې  د اضافي لګښتونو سبب شوي او برعکس ښودل شوې چې رسنۍ د ناوړه او دودونو او رواجونو  په مخنيوي کې لوی رول لرلی شي.

هغه څېړنه چې ما په کندهار پوهنتون کې د لسانس دورې د پايليک په موخه تر سره کړې د سرچينو او ګډونوالو د ځوابونو څخه څرګنده شوه چې په لومړي قدم کې د کورنيو تر منځ ناسمې سيالۍ،په دوهمه قدم کې ټيټه فرهنګي کچه، رسنۍ د حکومت نه پاملرنه او نور عوامل د دې سبب شوي چې د ناوړه دودونو او رواجونو په خپراوي کې مرسته وکړي.

د راپورونو او مرکو پر بنسټ دا جوته شوې چې داسې رواجونو د کورنيو اقتصاد ته تاوان پېښ کړی او د دې سبب شوي چې يو لړ اړينې مادي سرچينې په غير موثره ساحو کې په لګښت ورسيږي، هغه بېځايه لګښتونه چې د ناوړه رواجونو له کبله رامنځ ته کيږي که وړ ساحو کې په لګښت ورسيږي د هېواد په کچه لوی مثبت اقتصادي بدلونونه رامنځ ته کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *