په میدان وردګو ولایت کې د دولس نیم میلیونو افغانیو په مالي لګښت په یوه جریبه ځمکه کې د اقتصاد ریاست ودانۍ تر جوړېدو وروسته نن ( یکشنبه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې،چې د نورو ضروري محلقاتو ترڅنګ د یارلس خونې لري او چارې د یوه کاري کال په موده کې بشپړي شوي .

دغه ودانۍ د اقتصاد وزارت د پرمختیایي بودیجې په دولس نیم میلیونو افغانیو لګښت جوړه شوې .

د دغه ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د میدان وردګو ولایت د مسؤلینوسربیره، د اقتصاد وزارت سرپرست پوهنمل حکم خان حبیبي هم ګډون کړی وو.

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د پټۍ د پرانستې پر مهال د اقتصاد وزارت څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د اړونده ریاست د جوړولو لپاره بودیجه ورکړې وه.

ده خوښي ښکاره کړه،چې په میدان وردګو ولایت کې اوس مهال ګڼ شمېر ادارې ودانۍ لري او ورځ تر بله په دغه برخه کې ستونزه د لمنځه تلو په حال کې ده .

د اقتصاد سرپرست وزیر ښاغلی حکم خان حبیبي وویل په میدان وردګو ولایت کې د دې سربیره،چې د ټولو پرمختیایي پروژو څخه څارنه کوي،ژر به د هندوستان هېواد لخوا د مرسته شویو پيسو څخه په دغه ولایت کې د دوه لویو پروژو د جوړولو چارې پیل کړي .

هغه زیاته کړه، د راتلوونکې اونۍ په ترڅ کې به د یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د دغه ولایت،په سیداباد ولسوالۍ کې د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د جوړولو چارې پیل ش��.

هغه وویل همدا راز به د هندوستان هېواد لخوا د مرسته شویو نورو یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت به په مرکز میدان ښار کې شاوخوا څلور میاشتې وروسته د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې هم پیل کړي .

د دغه مراسمو په څنډه کې دواړو مشرانو د ګڼ شمېر نورو مسؤلینو په ملتیا په میدان وردګو ولایت کې د هغو پروژو څخه لیدنه هم وکړه،چې چارې پیل شوي دي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *