مُنیر احمد احمدي

په اقتصاد کي یې ماسټري لرله، دغونډي برخوالو ته یې د افغانستان د اقتصادي پراختیا په اړه ښې خبري وکړې؛ خبرو یې خوند راکړ، دغونډې په پای کې له تالار څخه ګډ راښکته شوو؛ راته یې وویل غزني ښه هوا لري په جلال اباد کې ډېره ګرمي وه. په خندا مې ورغبرګه کړه ستاسو بیا په ژمي کې مزې دي. نیکټایي یې په غاړه کې وښوروله او د سړک د څنګ یوې رېړۍ ته وروګرځېد معدني اوبه یې ورواخستې نېټې ته یې وکتل ورته لیکلي و:

تاریخ انقضاء: یک سال بعد از تولید

ساخت: ایران

اوبه یې وڅښلې رېړۍ وال ته یې مخ ورواړاوه ورته یې وویل پیسې یې څو شوې ؟

_ سي افغاني

_څو کلداري کېږي؟

_ پنجاه

غزني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *