تاند، جمعه، د سنبلې لومړۍ: د افغانستان د اقتصاد وزیر وايي، هر کال د هېواد یو پر دریمه برخه ملي بودیجه پر نظامي سکټور مصرفيږي.
مصطفی مستور وايي، د ۱۳۹۸ کال بودیجه ۳۹۹ ملیارده افغانۍ وه چې له دې منځه یې ۲۷۵میلیارده افغانۍ عادي او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودیجه جوړوي: ((له دې منځه یو پر درې برخه د هېواد په نظامي او یوه بله برخه یې په رغنیزه برخه مصرفېږي.))
د ښاغلي مستور په خبره د هېواد د اقتصادي ودې د سوکه توب یوه وجه هم دا ده چې هېواد کې پر جګړه پراخه بودیجه مصرفېږي، ناامني ډېره ده او نفوس ورځ تر بلې په ډېرېدو دی: (( که جګړه نه وای، هغه سرچینې چې اوس لرو، د افغانستان وضعیت به پرې ډېر ښه شوی و، په اوس وخت کې خو د اقتصادي ودې او نفوس د ودې تر منځ هیڅ توازن نه دی موجود.))
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني په تازه بیان کې ویلي، دا مهال دولت له خپلو عایداتو څخه د افغانستان پر نظامي ځواکونو ۵۰۰ میلیونه ډالر د کال مصرف کوي او پاتې نورې یې له نړیوالو مرستو تامینېږي.