په دې سیستم کې د ځمکې اقلیم په پنځه برخو وېشل شوی چې (A, B, C, D, and E) دي او هره برخه بیا په فرعي برخې وېشل شوې. له B پرته نور ټول د تودوخې د درجې ښودنه کوي مګر په B برخه کې د ډېرو سړو پر ځای ډېر وچوالی د ګیا د شنه کېدو مخه نیسي. په دې برخه کې د باران کچه او زیان رسونکی تبخیر ښودل شوی. مګر د بخار کچه کول اسانه چاره نده او همداسې په اقلیم پېژندنه کې ځای نلري نو کوپېن خپل فورمول کې تغیر راوسته او د تخېر پر ځای ېې وچوالی لفظ وکاروه چې د نومولو لپاره ېې د (temperature-precipitation) اصطلاح وکاروله . په دې معنی چې لوړه تودوخه د زېات تبخیر لامل ګرځي یا هم کله چې باران وشي له باران وروسته تودوخه د اوبو د تبخیر لامل کیږي او وچوالی رامنځته کوي.
وچ اقلیمونه ېې په (BW) او نسبتا کم اوبه لرونکي ېې په (BS) فرعي ډولو نو باندې وېشلي. که له دې دوه برخو سره د h کوډ د ګرمي او k کوډ د سړو لپاره یو ځای شي له یو بل سره توپیر کوي.
د نورو کوډونو معنی لاندې وګورئ
A climates (the warmest)
اې اقلیم تر ټولو ګرم اقلیم
Af (no dry season)
په اې اېف کې وچ موسم نشته
Am (short dry season)
اې ایم اقلیم لنډ وچ موسم لري
Aw (winter dry season)
په اې ډبلیوډول اقلیم کې د ژمي موسم وچ موسم ده
E climates (the coldest)
اي اقلیم تر ټولو سوړ د اقلیم ډول
into tundra (ET), (EF) and snow/ice climates
د واورې او یخ اقلیم
The mid-latitude C and D climates are given a second letter, f (no dry season)
د منځنیو عرض البلدونو سي او ډي ته بل کوډ اېف ورکړل شوی او وچ موسم نلري
w (winter dry)
په دې اقلیم کې د ژمي موسم وچ موسم ده
s (summer dry)
په دې اقلیم کې د اوړي موسم وچ موسم ده
(a, b, c, or d )
که له ډې سره یاد شوي سمبولونه یو ځای شي د ژمي ساړه او د اوړي ګرمي ښي.
د شمالي قطب د سوېل اقلیم
د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، د ژمي فصل پکې حاکم ده، ورځې یې روښانه خو ډېرې لنډې او د زیاتو سړو اوږده موده لري، ورښت پکې کم خو ډېر وخت ورښت واوره وي، په هوا کې کم لوندوالی لري. د شمالي نیمې کرې د ۵۰° او۷۰° عرض البلدونو تر منځ موقیعت لري چې له الاسکا تر د شمالي امریکا نیوفونډ لنډ پورې او له شمالي اسکاندیناویا تر د اوراسیا سایبیریا پورې سیمه ده. د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې په فرعي لنډیزونو (Dfc, Dfd, Dwc, and Dwd) باندې ښودل شوی اقلیم ده.
د نیمه ګرمو سیمو لوند اقلیم
د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم یو ډول ده چېرې چې د کال په اوږدو کې تودوخه لوړه او په ټولو فصلونو کې په برابره توګه ورښت کیږي. دا ډول اقلیم د شمالي نیمې کرې د ۲۰° او ۳۵° د عرض البلدونو تر منځ وي. په دوه فرعي لنډیزونو (Cfa and Cwa) ښودل شوی خو د (Cfa) ډول یې په ډېره سیمه حاکم ده. په اوړي کې لوندوالی زیات لري. تر ټولو توده میاشت کې ۲۷ °C منځۍ تودوخه ده خو د ورځې لخوا تودوخه له ۳۰ °C تر ۳۸ °C پورې رسیږي. اوړی یې تر ژمي زیات لوندوالی لري.
لوند استوایي اقلیم
د کوپېن د اقلیمي ډلبندۍ په ډولونو کې د اقلیم یو عمده ډول ده، ځانګړنه یې لوړه تودوخه ده چې د ۳۰ °C یا ۸۶ °F شاوخوا پورې وي، ورښت پکې خورا زېات (له ۱۵۰ تر ۱۰۰۰ سانتي متره یا له ۵۹ تر ۳۹۴ انچه پورې) وي، اسمان کې د ورېزې زیاته کچه او په هوا کې لوندوالی زیات وي، د کال په اوږدو کې د هوا تودوخه کې ډېر کم بدلون راځي. د لوند استوایي اقلیم سیمه د استوا کرښې په ۱۲° عرض البلد کې ده. د ( Köppen-Geiger-Pohl system) په سیستم کې لوند استوایي اقلیم په (Af) لنډیز ښودل شوی.
د واورې او یخ اقلیم
د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده، ځانګړنه یې بې کچې زیات ساړه او کم ورښت ده. دا اقلیم دشمالي قطب لور ته په ۶۵° عرض البلد کې رامنځته کیږي په کومه سیمه کې چې د انترکتیکا او ګرینلنډ یخونه پراته دي او همداسې د شمالي قطب په دایمي یخونو کې ورته اقلیم موجود ده. د کوپېن په (Köppen-Geiger-Pohl system) اقلیمي سیستم کې د (EF) په لنډیز ښودل شوی.
د واورې او یخ اقلیم کې د کال په اوږدو کې تودوخه د یخ کېدو له درجې کمه ده، ژمی پکې ډېر زېات سوړ ده او د شپې لخوا تودوخه له −۲۰ °C تر −۶۵ °C پورې وي. ورښت له ۵ تر ۵۰ سانتي متره پورې وي او ډېر ورښت هم په سمندر غاړو کې کیږي.
تنډرا اقلیم
د کوپېن د اقلیم په ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول ده، په دې سیمه کې یوه میاشت د منځنۍ کچې تودوخه لري کومه چې واوره ویلې کولای شي په دې مانا چې تودوخه صفر °C وي خو هېڅ داسې میاشت نشته چې تودوخه پکې تر ۱۰ °C زیاته شي.د ورښت کچه منځنۍ وي. د تنډرا اقلیم سیمه د ۶۰° او ۷۵° عرض البلدونو تر منځ ده کومه چې د شمالي امریکا او اورسیا د قطبي ساحل په اوږدو کې او د ګرینلنډ سمندر غاړې دي. د (Köppen-Geiger-Pohl system) په سیستم کې یې لنډیز (ET) ده.
په تنډرا سیمو کې ژمی اوږد او سوړ وي، له ۶ تر ۱۰ میاشتو پورې تودوخه له صفر °C کمه وي، ځینې سیمې یې داسې دي چې په کال یوه ورځ هم لمر نه راخیژي. د ژمي ورښت یې وچه واوره ده
د ګرمو سیمو لوند وچ اقلیم
د کوپېن په اقلیمي ډلبندۍ کې د اقلیم عمده ډول ده، ځانګړنه یې وچ او لوند اقلیم ده، ډېر ورښت پکې په اوړي کې کیږي، وچ موسم یې د مون سون ګرمو سیمو په پرتله اوږد ده. د (Köppen-Geiger-Pohl system) په سیستم کې د (Aw) په لنډیز ښودل شوی. د کال په اوږدو کې یې د تودوخې درجه لوړه وي، کلنۍ د ورښت کچه یې د ۵۰ او ۱۷۵ سانتي متره تر منځ ده، ډېر ورښت د تالاندې او برېښنا له امله کیږي.