دافغانستان د پوهنې وزارت د هغو ۶ تنو لپاره په کابل کې لمانځغونډه جوړه کړې وه، چې  د مصر د الازهر د جامعې له دولسم ټولګي څخه یې لومړي مقامونه تر لاسه کړي دي‎. دغه شپږ تنه افغان ځوانان د الازهر جامعې په لسو عمومي اول نمره ګانو کې راځي، چې تر ټولو ډېرې نمرې یې وړي دي.

په دغه غونډه کې د پوهنې وزارت  رهبری، په کابل کې د مصر  سفیر، کابل کې میشتو یو شمیرمصري استادانو، د عراق او مصر سفارتونو  استازو، د ولسي جرګې ځینو غړو او یو شمېر نورو کورنیو او بهرنیو مېلمنو ګډون کړی وو.

د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ دغو شپږو واړو اول نمره ګانو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د مصر د الازهر د څلور زره  زده کوونکو په منځ کې افغان ځوانانو له لومړي تر شپږم مقام خپل کړی، چې د اسلامي زده کړو په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د پوهنې وزير د مصر هېواد له الازهر پوهنتون او جامعې څخه مننه وکړه، چې په بېلابېلو برخو کې یې افغان ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده. د پوهنې وزیر وویل، چې اوسمهال د مصر د الازهر په پوهنتون کې ۵۰۰ افغان محصلین په اسلامي زده کړو بوخت دي او ددې پوهنتون د کابل په څانګې کې هم په ورته شمېر افغان زده کوونکي ددیني زده کړو په تر لاسه کولو بوخت دي.

د پوهنې وزیر زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به ۱۵۰ تنه نور افغان محصلین د الازهر پوهنتون  ته د لوړو زده کړو په موخه لاړ شي.

د افغانستان د پوهنې ښاغلي وزیر داسلامي تعلیماتود پراختیا په برخه کې د جمهوري ریاست د مقام له همکاریو او خاص پام څخه  هم مننه وکړه :« پنځه کاله وړاندې چې کله  ولسمشر ته د پوهنې وزارت په چوکاټ کې له ریاست څخه معینیت ته د اسلامي تعلیماتو د برخې د لوړولو وړاندیزوشو نو هغه په ډیرې خوښۍ سره دغه وړاندیزومانه او په دې توګه په هیواد کې د اسلامي تعلیماتو برخې ته پام څو برابره زیات شو.

دامهال په ټول افغانستان کې څه باندې ۱۱ سوه دیني مدرسې او دارالحفاظونه فعال دي او د هرې میاشتې په تیریدو سره  په دغه برخه کې نوې مدرسې او د دیني زده کړو نوي مرکزونه جوړیږي . دارنګه ددغو دیني مرکزونو څخه هرکال په لسګونو ځوانان دلوړو اسلامي زده کړو د ترلاسه کولو لپاره  دمصراو پاکستان په ګډون یو شمیرنورو اسلامي هیوادونو ته استول کیږي .

د پوهنې وزارت غواړي چې بهرته د اسلامي زده کړو لپاره په بورسونو ډیرځوانان واستوي او په دې موخه د یوشمیر هیوادونو له سفیرانو سره مثبتې خبرې اترې شوي او ژمنې ترلاسه شویدي .
په پای کې د مصر ددوست هیواد سفیر ښاغلي مهاب نصر  د افغانستان له پوهنې وزارت سره د بورسونو په ورکړې سربیره په نورو برخو کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په مصر هیواد کې د ټولو اسلامي هیوادونو له ډلې یوازې د افغانستان د اسلامي زده کړو د مرکزونو اسناد دعلمي اعتبار وړدي .

دافغانستان د پوهنې وزارت لپاره دا د ډیر ویاړ ځای دی چې ددیني مدارسو علمي معیار یې د مصر په څیرهیواد کې د اعتبار وړ دی .

په درنښت

د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *