یوه نوې څیړنه ښیي چې که ځینو چارو ته توجه وشي نو د الزایمیر یا هیریدا ناروغي به نیم په نیمه راکمه شي. د رویټرز اژانس له راپور سره سم، د الزایمیر د ناروغۍ په اړه تازه څیړنه وایي چې که یو څوک سګریټ پریږدي، بدني فعالیت زیات کړي، ذهن فعال وساتي، د وینې فشار او شکره کنټرول کاندي،  د روحي مړایتوب څپو ته ځان ونه سپاري او دې ته پام وکړي چې ډیر چاغ  نه شي، نو د الزایمیر ناروغي یعنې د حافظې د تدریجي ختمیدا په ناروغۍ به یې د مبتلا کیدو خطر تر ډیره حده کم شي.

 د احصاییو مطابق همدا اوس په نړۍ کې کابوڅلوردیرش میلیونه کسان د الزایمیر په ناروغۍ اخته دي چې که ذکر شوې اووه ګونې  سپارښتنې په سلو کې لس هم عملي شي، د دې ناروغۍ د ناروغانو په شمیر کې به یو څه کمی راشي.

  د الزایمیر له ناروغۍ څخه د ځان ساتلو په اړه تحقیقات ځکه مهم ګڼل کیږي چې د دې ناروغۍ د علاج طریقه لا تر اوسه نه ده موندل  شوې او اټکل کیږي چې په راتلونکو څلویښتو کلونو کې به په دې ناروغۍ باندې د مبتلا کسانو شمیر درې برابره زیات شي.

 نوې څیړنه وایي چې په الزایمیر باندې د مبتلا کیدو د خطر د کمیدو لپاره تر ټولو اغیزمنه وسیله دا ده چې بنیادم خپل ذهن فعال وساتي، مطالعه وکاندي او په چارو باندې له غور کولو ډډه ونه کړي. د څیړونکو په نظر، دا چې د الزایمیر په ناروغۍ باندې تر لوستو کسانو نالوستي کسان ډیر مبتلا کیږي، علت یې دا دی چې لوستي کسان خپل ذهن تر نالوستو هغو ډیر فعال ساتي.

 سګریټ نه څکول او جسمي فعالیت لرل، د الزایمیر ناروغۍ د مخنیوي دوه نور مهم عوامل دي. په دغو دریو عواملو سربیره له ژور روحي مړاویتوبه او ډیر چاغښته ځان ساتل او دغه راز د شکرې او د وینو د لوړ فشار کنټرولول د الزایمیر په ناروغۍ باندې د اخته کیدو د خطر د کموالي نور عوامل ګڼل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *