سید اصغر هاشمي-
د استاد الفت په شعري کلياتو کې د تاريخي پېښو اړوند موضوعات هم پيدا کېږي.
استاد الفت د ډېرې ښې مطالعې څښتن و او داسې مهمو پېښو ته يې اشاره کړې، چې د اهميت وړ دي.
دا ښکاره ده، چې په عام ډول سره د نړۍ لوی شاعران او ليکوالان لوی نوم لري، چې په ځانګړي ډول د خپل پلارني ټاټوبي او چاپېريال زامن او اوسېدونکي دي او د خپل وخت لارښوونکي هم دي، کوم پېښې چې دوی پخپل ژوندانه کې پخپل هېواد او يا په نړۍ کې ليدلي او اورېدلي وي او يا له تېرې زمانې څخه يې په تاريخي لحاظ تر سترګو شوي او لوستلي وي او يا له ماضي زمانې څخه يې دا پېښې ليدلي وي، دغه پېښې ګټورې وي او که زيانمنې، که ټولنه يې پرمخ بوولې وي، يا يې شاته پاتې وي او يا ځای پر ځای يې ژوند په ټپه ولاړ وي، د دغو حالاتو انعکاس او څرکونه د ډېرو متفکرو، لويو شاعرانو او ليکوالو پخپلو آثارو کې په يوه ستره بڼه انځور او تصوير کړي وي او د هغوی د حقيقت بيان يې ښکاره کړی دی، که تاريخ ته ځير شو، ډېرو ليکوالانو او شاعرانو د خپلې ټولنې بشري پېښې او حوادث ښکاره کړي دي او دوی د خپلې ټولنې هيندارې دي او د بشريت د ژوند په اړه يې خپلې څرګندونې کړي دي.
د پورته يادونو پر بنسټ زموږ د معاصرې دورې ستر استاد، ګل پاچا الفت هم يو له دغو ګوتو په شمار پوهانو او نوابغو څخه دی، چې زموږ د دغه ستر شاعر، نوميالي ليکوال او استاد الفت په اثارو او اشعارو کې د تاريخي پېښو څرکونو موضوع د پورته مطالبو په رڼا کې د پښتون قام د ژوند او نړيوالو د ژوند درنده برخه جوړوي، ستر الفت په شعرونو کې د دغو تاريخي پېښو څرکونه، انځورونه، تحليلونه او څرګندونې د ده په آثارو کې بېخي ډېرې دي، چې دی د يو رياليست، رښتياني پوهاند او د حقيقت د راڅرګندوونکي ستر شخصيت په توګه راپېژني او دده د فکر غوره جلوه به تر پېړيو، پېړيو ژوندۍ او موجوده وي.
د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو او نثرونو کې د تاريخي پېښو څرکونه زښت زيات دي، چې د نمونې په ډول د استاد له شعري کلياتو نه څو مثالونه راوړم:
په ښايست کې درخانۍ سره وه سياله
قهرمانه د ميوند پېغله ملاله
ښکېلتوب يې نارينتوب کې و پټ شوی
څوک يې هيڅ نه شو خبر له خط و خاله
د جلال کيسې يې هر چېرته کېدلې
چا يې لرې پلو نه کړ له جماله
ګلالۍ پېغله وينا چې وي نقاده
مبارزه مجاهده زمرياله
د ښکلا شهۍ وي پټه شهامت کې
زمری جوړ شي د غزلې له غزاله
څوک يې نه ويني ښايست شجاعت ويني
که هر څو وي په ښايست کې بې مثاله
د درخو د عشق سندرې ترې مه غواړه
د الفت طبع هر ګوره ده ملاله
د انګرېزانو او افغانانو ترمنځ د ميوند په تاريخي جګړه کې د ملالې هغه تاريخي ټپه چې وايي:
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه
زموږ نوميالي او وتلي رياليست، ستر الفت د دغې تاريخي پېښې د قهرمانې، اتلوالې تاريخي بري انعکاس په پورته راغلي شعر کې راوړی دی.
(د الفت ياد) مقالو ټولګې د (علي محمد منګل) مقاله کې د استاد الفت د تاريخي پېښو څرکونو باندې داسې کښلي دي: (په انسان او انسانيت مين استاد الفت، د دوېمې نړيوالې خونخوارې جګړې، له دردناکو شومو پېښو څخه ډېر خواشينی او سخت متاثر شوی و، نو (الفت مرغلرې ۱۹۳- ۲۰۴ مخونو) کې د (زخمي زړه) تر عنوان لاندې اوږد او په هنري ډول زړه راښکونکی شعر ويلی دی، چې په لاندې څو بيتونو کې يې څو منتخب بيتونه راوړم:
ولې وينې درنه څاڅي
ای زما زخمي زړګيه
مرور له ټول جهانه
ګيله من له خپل پرديه
بيا کوم غم درته پېښ شوی
د فلک له بې مهريه
له يارانو نه جدا يې
که د ښکلو له ټولګيه
چې بلبل غوندې کړېږي د سرو ګلو په چمن کې
خوشحالېږې نه هيڅکله د دنيا په باغ او بڼ کې
څه ارمان افسوس لرې ته
ولې شپه او ورځ زورېږې
راته ووايه څه غواړې
په څه باندې خوشحالېږې
په کوم ښکلي مخ مين يې
که د چا په غم کړېږې
له اسمانه دې زړه شين دی
که انسان ځنې وېرېږې
چې نه خوب نه دې خنداشته په نفرت ګورې انسان ته
مرور يې له هر چا نه په حيرت ګورې اسمان ته
د دغې تاريخي نړيوالې پېښې څرک، د الفت په آثارو کې د سوله غوښتونکيو په خوله کې اوس هم جاري دی.
د استاد ګل پاچا الفت په آثارو کې د تاريخي پېښو د څرکونو لمن ډېره ارته او پراخه ده، چې پورته دوه نمونې يې د بېلګې په ډول راوړل شول.