تاند- پاکستاني رسنیو نن /شنبه/ راپور ورکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یوه صوتي پیغام کې د طالبانو له نوي مشر هبت الله اخوندزاده سره وفاداري اعلان کړه.

ظواهري په ۲۰۱۱ م کال د پاکستان په ایبټ اباد کې د امریکايي کوماندو ځواکونو له لوري د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې مشر شو. ویل کېږي چې ظواهري هم د پاکستان په خاوره کې پټ دی.

ظواهري په خپل ثبت کړي ۱۴ دقیقه يي پیغام کې ویلي:«د القاعده تنظیم د مشر په توګه، زه د اسامه په شان مسلمان امت ته یو ځل بیا د اسلامي امارت د ملاتړ بلنه ورکوم او وفاداري ورسره څرګندوم.»

ظواهري د ملا عمر د مړینې له اعلانېدو وروسته د اختر محمد منصور بیعت هم اعلان کړی و.

د منصور له وژل کېدو وروسته ملا هبت الله اخوندزاده د طالبانو مشر وټاکل شو او ورسره دا احتمال هم غښتلی شو چې نوموړی به د طالبانو سره وېشل شوې ډلې بیا رایوځای کړي خو لا هم یو شمېر طالبان د ده له مشرۍ سره مخالفت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *